جان کیري د نوماندانو هوکړې په اړه مالومات ورکړل

ښاغلي کیري ویلي چې د رایو د ارزونې بهیر د ډېموکراسۍ پر وړاندې د افغانستان لپاره یوه ننګونه ده.

د عکس سرچینه، afp

د عکس تشریح، ښاغلي کیري ویلي چې د رایو د ارزونې بهیر د ډېموکراسۍ پر وړاندې د افغانستان لپاره یوه ننګونه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په یوه لیکنه کې چې د امریکا سفارت رسنېو ته لیږلې، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د دوو نوماندانو تر منځ د هوکړې په اړه مالومات ورکړي دي.

ښاغلي کیري لیکلي چې په سند کې د پارلماني نظام د جوړولو په اړه هوکړه نه ده شوې.

نوموړی زیاتوي چې د شوې هوکړې پر بنسټ به د اجرایوي ریس بست را منځ ته شي چې د ولسمشر تر مشرۍ لاندې به کار کوي.

وروسته به ولسمشر لویه جرګه راوبولي چې د دې بست په اړه پرېکړه وکړي چې دايمي بدلون د هیواد په ګټه دی او که نه.

هغه ویلي چې د سیاست وخت بشپړ دی. اوس د همکارۍ وخت دی. وخت باید ضایع نه شي او دواړه ټیمونه باید د رایو د ارزونې پر مهال په ګډې همکارۍ د هېواد پر مهمو ستونزو کار وکړي.

نوماند عبدالله عبدالله د هغه په وینا په ټاکنو کې د "سازمان شوي" درغلۍ له کبله د ټاکنو د خپلواک کمیسون سره خپلې اړیکې پرې کړې وې چې له امله یې د ټاکنو بهیر د بحران سره مخامخ شوی وو.

ښاغلي کیري کابل ته بیا په همدې خاطر سفر وکړ او دوو نوماندانو تر منځ یې د هوکړې زمینه برابره کړه.

دواړو نوماندانو ویلي چې په بشپړ ډول د ټولو رایو د سل په سلو ارزونې ملاتړ کوي.

د دې هوکړې سربیره، په وروستیو ورځو کې د دواړو ټیمونو د مشاورینو او نورو غړو له خوا په رسنیو کې ضد او نقیض څرګندونې شوې دي.

جان کیري لیکلي چې دا د بهرنیانو کار نه دې چې د افغانستان د سیاسي حالاتو او دوو نوماندانو تر منځ د هوکړې په اړه توضیحات ورکړي.

دا سند اساسي قانون تر پښو نه لاندې کوي او د افغانستان د بنسټونو او د حکومت د ریس په توګه د ولسمشر درناوی کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ویلي چې د رایو د ارزونې بهیر د ډېموکراسۍ پر وړاندې د افغانستان لپاره یوه ننګونه ده.

هغه لیکلي چې ډېموکراسي په یوه شپه کې نه شي تر لاسه کیدای او هره یوه رای باید وشمېرل شي او درناوی یې وشي.

ښاغلي کیري ویلي چې د رایو د ارزونې بهير به چې ستونزمن او ورو پر مخ روان دی د اختر د ورځو ورسته ګړندی شي.