د ټولو رایو ۵۰٪ صندوقونه کابل ته رسول شوي

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان له یوشمېر ولایتونو نه د رایو پنځوس سلنه صندوقونه د بیا شمېرنې او ارزونې لپاره کابل ته رسېدلي دي.
له ولایتونو نه پلازمېنې کابل ته د رایو د صندوقونو د لیږد بهیر د تېرې پنجشنبې له ورځې پیل شوی. دغه صندوقونه د ایساف، ناټو او افغان ځواکونو له خوا لیږدول کېږي.
د ټاکنو د کمیسیون ویاند نورمحمد نور یوې خبري غونډې ته وویل، تر دې مهاله د بلخ، غزني، وردګو، کندهار، هرات، هلمند او پکتیکا ولایتونو د رایو صندوفونه د ټاکنو د کمیسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي.
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو ټاکنو د رایو د صندوقونو د بیا شمیرنې په ترڅ کې تر اوسه ۵۷۵ صندوقونه ارزول شوي، کمیسیون وايي د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې یې هڅې ګړندۍ کړې دي.
په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز ډابینز په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره کتلي او د افغانستان د ټاکنو په اړه یې ورسره خبرې کړې.
د ولسمشرۍ د مطبوعاتو څانګې د دغې لیدنې کتنې په اړه زیات جزییات نه دي خپاره کړي، خو دا یې ویلي چې ښاغلي ډابینز د رایو د بیا شمېرنې او د دواړو سیالو نوماندانو تر منځ د خبرو په اړه ولسمشر کرزي ته مالومات ورکړي.
د رایو د بیا شمېرنې د بهیر پیل او د دواړو سیالو نوماندانو ترمنځ جوړجاړی هغه مهال وشو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او ملګرو ملتو یې په اړه منځګړیتوب وکړ.




