م م: د ۴۳٪ رایو د بیا څېړنې وړاندیز کوي

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ولسمشرۍ ټاکنو د روانې لانجې حل ته نوی وړاندیز کړی دی.
په ارګ کې د ولسمشر کرزي په مشرۍ نن ماخوستن ( پنجشنبه د جولای ۱۰ ) ځانګړې غونډې کې ښاغلي یانکوبیچ وړاندیز وکړ چې د ۸۰۰۰ صندوقونو رایې دې بیا وڅېړل شي.
دا شاوخوا درې نیم میلیونه رایې کیږې چې د ټولو لوېدلو رایو ۴۳٪ دي.
په دې غونډه کې د ولسمشر کرزي دواړه مرستیالان، د انتخاباتو د دواړو کمیسیونونو مشران او ځینې نور لوړ پوړي چارواکي برخه وال و.
د ولسمشرۍ ماڼۍ بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې د دې غونډې غوښتنه ملګرو ملتونو کړې وه او ولسمشر کرزي دا وړاندیز ومانه.
د ښاغلي کرزي ویاند ایمل فیضي وویل:
« ولسمشر کرزي تل غوښتي چې د ټاکنو بهیر دې یوازې د افغانانو له لورې پر مخ لاړ شي. دا یوه ملي پروسه ده او افغانان باید خپله خپل برخلیک وټاکي. خو اوس حالات ایډیال نه دي او یوه غاړه د دې غوښتنه لري چې بهرنیان دې په کې ښکېل وي. په همدې دلیل ولسمشر غواړي چې د مسایلو د حل لپاره دې وړاندیز ته هم چانس ورکړل شي.»
د ولسمشرۍ ماڼۍ دا ونه ویل چې د دې رایو پر څېړلو به څومره وخت لګیږي.
دا هم څرګنده نه ده چې د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان به دا وړاندیز ومني که نه.
تمه ده چې ژر ښايي د ملګرو ملتونو له لورې دغه وړاندیز دواړو افغان کاندیدانو ته ولیږل شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ اعلان شوې پایلې ښيي چې ډاکټر اشرف غني احمدزی د ۵۶٪ رایو په ترلاسه کولو وړاندې دی.
خو د ده سیال ډاکټر عبدالله تور پورې کوي چې په ټاکنو کې د ده په وینا پراخې درغلۍ شوې دي.
د ملګرو ملتونو دغه نوی وړاندیز په داسې وخت کې شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته په لاره دی.
ویل کیږي چې جان کیري به د ټاکنو په باب له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره ویني.
له مهال وېش سره سم د جولای په ۲۲ باید د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.
د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د اګست په دویمه نېټه ټاکل شوي.
خو که چیرې د ملګرو ملتونو دغه نوی وړاندیز ومنل شي او د څار چارې وخت وغواړي ښايي ټاکل شوی مهال وېش وځنډيږي.








