' ټاکنو کې د درغلیو د ادعاوو په اړه اندېښمن یو '

د عکس سرچینه، AFP
د اروپايي ټولنې څارونکی پلاوي د افغانستان د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې د درغلیو د ادعاوو په اړه اندېښنه ښوولې.
اروپايي ټولنه د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د درغلیو د جدي پلټنې غوښتنه کوي او اعلان یې وکړ چې شاوخوا شپږ زره د رایو ورکولو ځایونه له ستونزو سره مخ وو چې څېړنو ته اړتیا لري.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم په ټاکنو کې ستونزې مني او د شاوخوا دوه زره ځایونو د رایو د بیا ارزونې پرېکړه یې کړې.
یوناما د دغه ګام هرکلی کړی دی. هغسې، چې خوشحال تایب په خپل راپور کې کاږي، په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي وايي، د هغو ادعاوو له مخې چې د ټاکنیزو ډلو او هغو اطلاعاتو چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا ورته رسېدلې، څرګندېږي، چې د رایو ورکولو په شپږو زرو ځایونو کې ستونزې موجودې وې.
د اروپايي ټولنې د څارونکو مشر تایس برمان وویل، دغه شمېره د رایو ورکولو د نژدې ۲۳ زره محلونو په انډول د پام وړ ده او باید ستونزې په جدي توګه وڅېړل شي.
ښاغلی برمان وايي د دوی څارونکې ډلې هم پر ټاکنو خپل څار ډېر کړی او دغه بهیر ته ډېر پام کوي.
' د هغو اطلاعاتو پر بنسټ چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون زموږ په واک کې راکړي، موږ دې پایلې ته رسېدلي یو، که تاسو پر دې بنسټ په ټول افغانستان کې د رایو ورکولو ۲۳ زره مرکزونه وارزوی، نو په اسانۍ دې پایلې ته رسېږئ چې د رایو ورکولو شپږ زره محلونه جدي بیا ارزونې ته اړتیا لري.'
ښاغلی برمان زیاتوي د اروپايي ټولنې استازو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د نوماندانو تر منځ د لانجو د حل په موخه له نوماندانو او افغان ولسمشر سره کتلي دي.
اروپايي ټولنې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په دویم پړاو ټاکنو کې د افغانستان په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې یواځې ۱۵ تنه څارونکي درلودل.
د افغانستان په ټاکنو کې د اروپایي ټولنې د څارونکو مشر په خبري غونډې کې ټینګار وکړ چې دوی په دغه بهیر کې بې پرې دي او تمه لري چې د دغو ټاکنو پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې شي.
د اروپايي ټولنې د څارونکو پلاوي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د ځنډېدو هرکلی وکړ.
ټاکل شوې وه د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسشمرۍ د دویم پړاو ټاکنو لومړنۍ پایلې د چارشنبې په ورځ اعلان کړي خو د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني وویل، چې د لا زیات روڼوالي په پام کې نیولو لپاره یې پرېکړه وکړه چې دغه پایلې د راتلونکې دوشنبې یا چنګاښ ۱۶ نېټې ته وځنډېدې.
د ښاغلي نورستاني په وینا د رایو ورکولو د ۱۹۳۰ ځایونو ارزونه پیل شوې او د دغه بهیر تر پایه به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان نه کړي.
بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغو محلونو رایې به بیا وشماري چې شمېر یې تر ۵۹۹ لوړ دی.








