عبدالله: مشروع انتخاباتي ماته منم

د عکس سرچینه، Getty
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو کاندید عبدالله عبدالله ویلي، د خپل سیال د بریا درناوی به وکړي، خو وايي دا یوازې په هغه صورت کې کوي، چې ثابته شي، ټاکنې رڼې وي.
نوموړی وايي، د جون په ۱۴ مه تر سره شوې سیالي د جایزو پایلو باوري کولو لپاره هر ممکن اقدام کوي. دواړو کاندیدانو ټاکنو کې د درغلیو تورونه لګولي، چې له دې وروسته د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان د څو ورځو لپاره وځنډيد.
ډاکټر عبدالله اپریل کې د ټاکنو لومړي پړاو کې مخکښ و، خو و نه توانېد د بریا لپاره پنځوس جمع یو رایې تر لاسه کړي.
کابل کې د بي بي سي خبریاله کیرن ایلن وايي، په ظاهره داسې ښکاري، چې د پخواني مجاهد او بهرنیو چارو وزیر عبدالله عبدالله په دریځ کې نرمښت راغلی.
دوې اونۍ مخکې نوموړي ویلي و، چې باید رایې شمېرنه سمدلاسه ودروله شي او دا چې د نوموړي په وینا د پراخو درغلیو د تورونو تر بشپړې ارزونې مخکې به هېڅ ډول پایلې و نه مني.
د درغلیو له تورونو وروسته د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس استعفا وکړه.
د سې شنبې په ورځ د ټاکنو کمېسبیون اعلان وکړ، چې د څو ورځو لپاره یې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ځنډولی او وايي، په هغو ۱۹۳۰ محلونو کې به د رایو پاڼو بیا ځلې ارزونه وکړي، چې په اړه یې شکایتونه تر لاسه شوي دي.
خبریاله کیرن ایلن وايي، نږدې یو میلیون رایې دویم ځلې ارزول کېږي، ځکه ټاکنیزو څارونکو د پراخو درغلیو احتمال څرګند کړی و.
دې سره ځینو سیمو کې کاندیدانو ته ډېر زیاتې رایې ورکړلې شوې، چې په اړه یې شکونه څرګندیږي، دغه راز د مېرمنو رایې هم ډېرې دي، چې ویل کېږي له ځايي دود دستور سره ټکر کې دي.
د ډاکټر عبدالله زرګونو پلویانو د تېرې اونۍ په وروستیو کې مظاهرې هم وکړې.
ځینو رپوټونو کې ښاغلی غني د دویم پړاو ټاکنو کې تر خپل سیال مخکښ بلل شوی.
د نوموړي ټیم پر ټاکلي وخت د ټاکنو پایلو پر اعلان ټینګار کوي.
افغانستان کې دغه ټاکنې د یوه مهم کال اوږدو کې ترسره شوې.
په پام کې ده ډېری بهرني سرتېري به د ۲۰۱۴ تر پایه له افغانستانه ووځي.








