خپلمنځي برید او کمین د اتو پولیسو ژوند اخیستی

دوه برید کوونکي پولیس له پوستې تښتېدلي.
د عکس تشریح، دوه برید کوونکي پولیس له پوستې تښتېدلي.

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، نن (دوشنبي چنګاښ ۱۶) سهار وختي په ميوند ولسوالۍ کې د ملي پوليسو ترمنځ د لفظي شخړي له امله دري ملي پوليس وژل شوي.

کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، پېښه د دې ولسوالۍ د سره بغل سيمې په يوه امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي وياند دوا خان مينه پال وايي، پولیسو تر لفظي شخړې وروسته پر یو او بل ډزې کړې، چې له امله يې درې ملي پوليس وژل شوي، يو تن ټپي شوی او دوه تنه تښتېدلي.

راپورونه وايي، وژل شوي او برید کوونکي دواړه د ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي.

مينه پال زیاتوي، د پېښې په اړه جدي پلټنې روانې دي.

تر دی دمه ددغه پېښې په اړه وسلوالو ډلو هم څه نه دي ویلې.

هرات

بل خوا، په لوېدیځ هرات ولایت کې پنځه پولیس هغه مهال وژل شوي، چې وسله والو یې پر موټر برید وکړ.

په وژل شویو کې یو د هرات فارسي ولسوالۍ امنیه قومندان دی.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا نه دی منلی.

هرات د افغانستان په لوېديځ کې یو له نسبتاً نا امنه ولایتونو نه دی، چې ډېر کله ترې د ناامنیو رپوټونه ورکول کېږي.

دا تازه بریدونه داسې مهال شوي، چې د اټکل له مخې نن (دوشنبه/چنګاښ ۱۶/جولای ۷) د تېرو ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.