"سنګین کې د وسله والو فعالیتونه احساسېږي"

- Author, مامون درانی
- دنده, کندهار
د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي او د سنګین اوسیدونکي وايي چې لا هم په دغې ولسوالۍ کې د وسله والو فعالیتونه احساسېږي او په ځینو برخو کې یې پر امنیتي پوستو بریدونه هم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو وویل چې د هملند په څلورو شمالي ولسوالیو کې جګړه پای ته رسېدلې او امنیت د افغان ځواکونو په لاس کې دی.
په همدې حال کې د افغانستان د وسله والو پوځ لوی درستیز ستر جنرال شیر محمد کریمي او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ستر پاسوال محمد ایوب سالنګي د یوه پلاوي په مشرۍ د هلمند د ۲۱۵م میوند قول اردو لیدنه وکړه.
پلاوي د سنګین په ولسوالۍ کې د میشتو ملي پولیسو او ملي اردو له ځواکونو سره چې له طالبانو سره په جګړه او تصفوي عملیاتو بوخت دي هم ولیدل.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي له کابله د ورغلي پلاوي موخه سنګین ولسوالۍ له وسله والو څخه پاکول ده.
دغه راز د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې د جګړو له امله له بي ځایه شویو سره د مرستې په خاطر هم له کابله یو پلاوی هلمند ولایت ته ورغلی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي د هلمند په څلورو ولسوالیو کې د جګړې له امله د بې ځایه شویو کورنیو شمېر څه باندې ۳۰۰۰ ته رسېږي او د ولسمشر حامد کرزي له خوا د پنځو میلونو افغانیو مرسته ورسره شوې ده.
ښاغلی ځواک وايي چې ډېر ژر به له اړو کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل شي خو په وینا یې چې دا مرسته بسنه نه کوي او له مرستندویه ادارو او مرکزي ادارې یې د نورو مرستو غوښتنه وکړه.








