هلمند کې د ماشوم په ګډون شپږ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، .
د افغانستان سوېلي هلمند ولایت د ناامنیو په دوو جلا پېښو کې د څلورو پولیسو په ګډون لږترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.
د هلمند چارواکي وایي، د یوه لاسي بم په چاودنه کې لږ ترلږه دوه کسان وژل شوي، چې یو یې ماشوم دی او یو سیمه ییز پولیس ټپي شوی.
د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک وایي، چې پیښه نن (سه شنبې/غبرګولی ۲۷) د ګرمسیر ولسوالۍ د سفار سيمې په یوه میله (بازار) کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه کس د خلکو ترمنځ لاسي بم وغورځاوه.
په دغه سیمه کې هره سه شنبه یو بازار جوړیږي چې ولسي خلک خپل د اړتیا وړ توکي په کې رانیسي.
بل خوا د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ د محمد خان پیچ سیمه کې د وسلوالو او افغان ځواکونو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې څلور د عامه نظم پولیس وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پېښې پخلی کړی او وایي دغه څلور تنه د عامه نظم پولیس هغه مهال ووژل شول چې پر پوسته یې د وسلوالو لخوا راکټي برید وشو.
ځواک وایي، په دې برید کې وسلوالو ته هم زیان اوښتی خو کره شمېره یې ونه ښوده.
تر دې دمه وسلوالو طالبانو ددغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
هلمند ولایت چې په دې وروستیو کې د امنیتي پېښو په اړه یې بېلابېل رپوټونه خپاره شوي، نسبتاً ناامنه ولایت ګڼل کېږي.








