ګریشک ولسوالۍ کې ډله ییز برید پای ته ورسېد

د عکس سرچینه، ARSIV
د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې د ګریشک ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ییز ځانمرګی برید پای ته رسېدلی دی.
دغه برید کابو ۱۱ بجې د څلورو بریدګرو لخوا پیل شوی و، چې په ترڅ کې یې یوه تن د ودانۍ په وره کې ځان ته چاودنه ورکړې وه او درې نور دننه ورننوتي وو.
پاتې درې کسان وروسته له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په پایله کې وژل شوي دي. چارواکي وايي، پر بریدګرو سربېره په دغه برید کې دوه پولیس او دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.
بل لور ته د ختیځ ولایت ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې نن ګهیځ یو ځانمرګی برید شوی چې درې ترکي انجینران پکې وژل شوي او یو بل پکې ټپي شوی دی. د دغه ولایت چارواکي وايي، دا برید نن سهار د یوه زرنج موټر سایکل پر مټ د ملکي ترکي انجینرانو په یوه موټر شوی دی. د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي بي بي سي ته وویل، دغو انجینرانو له یوه ملکي شرکت سره په بهسودو ولسوالۍ کې د پولیسو د یوه مرکز په ودانیزو چارو کې کار کاوه.
عبدالزی وايي، برید په ځايي وخت نن ګهیځ شاوخوا اووه بجې شوی دی.
تر اوسه د ترکیې حکومت همه کوم غبرګون نه دی ښوولی.
د ننګرهار د والي ویاند وايي، ترکي انجنیرانو په ننګرهار ولایت کې د پولیسو د مرکز جوړونې تدارکاتي چارې مخته وړلې.
د دغه مرکز د جوړولو چارې د یوه خصوصي شرکت پرغاړه دي، چې ترکي انجینران هم پکې ګومارل شوي دي.
د دې برید پړه لا تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو ډېر کله افغان دولت په دا ډول بریدونو کې ګاونډیان ښکېل ګڼي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري، چې په وروستیو کې د ناامنیو پېښې پکې ډېرې شوې دي.
په دې سرحدي ولایت کې د پاکستاني اورپکو د فعالیتونو د ډېرېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.








