''هلمند کې د وسلوالو بريد پای ته رسېدلی''

په افغانستان کې امنيتي سرچينې وايي په هلمند کې يې د وسلوالو طالبانو بريد له ماتې سره مخامخ کړی او اوس يې په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
په وروستيو څو ورځو کې سلګونه وسلوالو په هلمند کې پر پوځي مرکزونو بريدونه کړي او له حکومتي چارواکو سره يې نښتې کړې دي.
د راپورونو له مخې د وسلوالو بريدونه لومړی په سنګين پيل شول او وروسته کجکي، موسی کلا او نوزاد ولسواليو ته وغځېدلي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي په کابل کې په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې افغان ځواکونه د بشري ځواک او نورو امکاناتو له نشتوالي سره نه و مخامخ او په برياليتوب يې وسلوالو ته ځواب ووايه.
ده خبري کنفرانس ته وويل: ''دغه بريد چې کورني او بهرني اړخونه يې لرل ډېر ستر او خطرناک و''.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم وايي چې اوس مهال په هلمند کې وضعيت د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دی او له بېځايه شويو سره مرسته دوام لري.
د ده په خبره د دغو بريدونو له امله ۱۰۰۰ کورنيو خپلې مېنې پرېښي دي.
تېره ورځ ځايي چارواکو د جګړې له وېرې د بې ځايه شويو شمېر د ۲۰۰۰ او ۲۵۰۰ کورنيو ترمنځ ښوده.
ښاغلی صديقي وايي: ''په هلمند کې چارواکو ورته ويلي چې دا ځل پر سنګين باندې بريد کې پرته له افغانانو بهرنيانو هم ونډه لرله''.
درانه تلفات
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند وايي د هلمند په جګړه کې ۳۰ پولیس وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.
صديق صديقي وايي په دغه بريد کې د وسلوالو طالبانو ۱۵۰ غړي وژل شوي او په خبره يې ۹۰ نور ټپيان شوي دي.
طالبانو دوی ته د ور اووښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو خبريالانو ته په يوه استولي ايميل کې يې ويلي چې افغان ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
خو د افغانستان د دفاع وزارت په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې په دغه بريد کې ټولټال ۲۵ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
په دغه جګړه کې ملکيانو ته هم مرګ ژوبله اووښتې، چې ځيني راپورونه يې شمېر لږترلږه ۳۰ کسه ښيي.
خو ښاغلی صديقي وايي تر اوسه د ملکيانو د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه.








