د ولایتي شوراګانو ټاکنو ۳۰۰۰ شکایتونه ثبت شوي

د ټاکنیزو منډو ترړو لړۍ لا هم روانه ده.
د عکس تشریح، د ټاکنیزو منډو ترړو لړۍ لا هم روانه ده.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، ډېر ژر به د ولایتي شورا ګانو په تړاو د ثبت شویو شکایاتونو ارزونه پیل کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته د ولایتي شوراګانو شکایتونه د نوماندانو لخوا شاوخوا ۳۰۰۰ شکایتونه رسېدلي. د چارواکو په وینا دغه شکایتونه د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ورسره ثبت شوي دي.

همدا راز د ولمسشرۍ د دوو مخکښو نوماندانو پلویانو نن( مې ۲۷ ) بیا هم خپلو ټاکنیزو کمپانیونو ته دوام ورکړ.

وړانګه علیزۍ په خپل رپوټ کې لیکي، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا د ولایتي شوراګانو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د ولایتي شوراګانو د نوماندانو شکایتونه ثبت کړي.

د شکایتونو د ثبتولو بهیر ۴۸ ساعته دوام وکړ. چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ویاند نادر محسني په وینا تر اوسه له دوې سره شا اوخوا ۳۰۰۰ شکایتونه ثبت شوی دي.

ښاغلې محسنې زیاته کړه دوې به د روان کال د غبرګولې په ۱۰ د دغو شکایتونو څېړنه پیل کړي او د شکایتونو د څېړولو بهیر ټولې غونډې به علني وي چې د کورنیو او بهرنيو څارونکو، د مدني ټولنو غړو، او رسنیو په وړاندې به وارزول شي.

ټاکل شوې چې دغه کمېسیون به ټول شکایتونه د ټاکنو کمېسیون له مهال ویش سره سم وڅېړي او د روان کال د غبرګولې تر ۲۲ نیټې پورې به د دغو شکایاتونو وروستې پایلې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ولېږي.

ښاغلي محسني همداراز د ولسمشرۍ پر دوو مخکښو نوماندانو غږ وکړ چې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د یوه بل لپاره زیږه ژبه و نه کاروي او خپل ټول ټاکنیز کمپاینونه داسې ترسره کړي چې ملي ګټې پکې نغښتې وي.

د ولسمشرۍ دوو مخکښو نوماندو هم د خپلو ټاکنیزو هلو ځلو په بهیر کې له خپلو یو شمېر پلویانو سره لیدنې او کتنې درلودې.

د شنه بهیر مشر امرالله صالح په یوې غونډې کې خپل ملاتړ د ولسمشرۍ له نوماند عبدالله عبدالله سره اعلان کړ.

همداراز د ولسمشرۍ بل مخکښ نوماند اشرف غني احمدزي هم د خپل ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې د لوړو زده کړو له یو شمېر زده کړیالانو سره لیدنه درلوده او هغوې ته یې د لوړو زده کړو په تړاو خپل راتلونکې پلانونه روښانه کړل.