اوکراین ټاکنو کې د رایې کاروونې بهیر روان دی

د عکس سرچینه، AFP
اوکرایینیان داسې مهال په ټاکنو کې برخ اخلي چې د دغه هېواد په ختیځ کې روسي پلوه بیلتون غوښتونکو خپل بغاوت ته دوام ورکړی.
په دونیڅک ښار کې هېڅ د رایې ورکولو مرکز نه دی پرانیستل شوی او ځینې یې وسله والو بیلتون غوښتونکو نیولي او د ټاکنو کارکوونکي یې ګواښلي دي.
د بي بي سي یو خبریال وايي دا وضعیت به په کېیف کې هغه چارواکي په اندېښنه کړي چې غواړي راتلونکی ولسمشر په ختیځ اوکرایین کې د ټاکنو له لارې مشروعیت تر لاسه کړي.
په بیلتون پلوه ښار لوهانسک کې هم د رایې ورکولو مرکزونه تړلي دي، خو د رپوټونو له مخې د ختیځ په نورو سیمو کې پرانیستي دي.
اوکراین کې له څو میاشتني اوږده کړکېچ او د پخواني ولسمشر وېکټر یانکویچ له ګوښه کېدو وروسته د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره رایې کاروول کېږي.
دغو ټاکنو کې ۱۸ کاندیدان برخه اخلي، چې د هېواد یو موټی ساتلو لپاره مهمه شېبه بلله کېږي.
خو د دغه هېواد په ختیځ کې روسي پلوه بېلتون غوښتونکو له دې ټاکنو سره مخالفت کړی او وايي، خنډونه به یې پر وړاندې رامنځته کړي.
اوکراین کې دا وروستیو کې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ نښتو کې ۲۰ کسان وژل شوي دي.
په ختیځو سیمو دونیڅک او لوهانسک کې له تشدده ډکو پېښو د ټاکنو پر چمتو والي هم اغېز کړی.
فبرورۍ میاشت کې د روسيې پلوي ولسمشر وېکټر یانکوېچ اړ شو، چې له خپلې دندې استعفا وکړي.

د عکس سرچینه، AFP
د نوموړي له ګوښه کېدو وروسته اوس دغه هېواد کې ټاکنې تر سره کېږي. دغو ټاکنو کې د یوه مشهور سوداګر پېټرو پروشینکو د بریا په اړه وړاندوېنې کېږي.
نوموړی د ( چاکلیټ پاچا ) په نوم هم مشهور دی. د سروې ګانو له مخه داسې ویل کېږي، چې پخوانۍ لومړۍ وزیره یولیا تیموشینکو له چاکلیټ پاچا نه وروسته ده.
دغو ټاکنو کې د بریا لپاره اړینه ده، چې بریالی کاندید ۵۰ سلنه رایې تر لاسه کړي.
که داسې و نه شي، د جون میاشتې په ۱۵ به د ټاکنو دویم پړاو ترسره کېږي. لومړي وزیر ارسنیات څنوک په ټلویزیوني وینا کې له خلکو غوښتي، چې د ( اوکراین دفاع ) لپاره رایې وکاروي.
د نوموړي په خبره دې سره به د اوکراین په شمال، جنوب ختیځ او لوېدېځ کې د خلکو د احساس څرګندونه وشي.
بل لور ته لومړی ځل د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د جمعې په ورځ وویل، د ټاکنو پایلو ته به درناوي وکړي او هر څوک چې ولسشمر شي، ورسره به همکاري وکړي.
د مې په ۱۱ د دونیڅک او لوهانسک بېلتون غوښتونکو له ټولپوښتنې وروسته د خپلواکۍ اعلان وکړ، چې کيېف او د هغه لوېدېځ متحدین یې نه مني.
دواړو سیمو د کرایمیا ټولپوښتنې په څېر ټولپوښتنې ترسره کړې. مارچ میاشت کې روسیې کریمیا خپله خاوره کې شامله کړه.
د ټاکنو بهیر کې د امنیت خوندی کولو لپاره ۷۵ زره پولیس او رضا کار ګومارل شوي دي.








