کراماتورسک ښار کې اوکرایني پوځيان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د اوکراین دفاع وزارت وايي په کراماتورسک ښار کې د بیلتون غوښتونکو په یوه کمین کې اووه پوځیان وژل شوي دي.
ویل کېږي د وسله والو ملېشو په برید کې چې په لاسي بمونو، راکټونو او سپکو وسلو سمبال وو، څو تنه نور ټپیان شوي دي.
دا له هغه راهیسې چې اوکرایینۍ ځواکونو د دغه هېواد د ختیځو سیمو د کنټرول تر لاسه کولو لپاره هڅې پيل کړي تر ټولو ډېر ځاني تلفات دي چې دغو ځواکونو ته وراوړي.
له دې وړاندې په دونیڅک سیمه کې د روسيې پلوي ځواکونو قومندان خبر داری ورکړی و چې ټولو اوکرايیني ځواکونو ته به د نیواکګر ځواک په سترګه وکتل شي.
د تاوتریخوالي دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر اوکرایین ته تللی او هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د کړکېچ اواري لپاره خبرې پيل شي.
د اوکراین د دفاع وزارت په وینا دا نظامي ډلګۍ کراماتورڅک ښار ته نژدې د ۳۰ تنو وسله والو یاغیانو تر برید لاندې راغلل.
په دې نښته کې یو تن یاغي هم وژل شوی.
خبریالان وايي، په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې د اوکراین دولت لپاره دا خونړۍ پېښه وه.
دونیڅک له هغو دوو سیمو څخه یوه ده چې د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې یې له اوکراین نه بیلتون اعلان کړ.
کیېف، امریکا او اروپايي ټولنې دا نظر پوښتنه نا قانونه بللې.
د اوکراین دفاع وزارت وايي، یو زغره وال ګاډی چې سرتېري یې لېږدول د یوه راکټ تر برید لاندې راغی او چاودنه يې وکړه.
له دې ورسته ډېری سرتېري له یاغیانو سره په ډزو کې ټپیان او ووژل شول.
ویل کېږي چې برید کوونکي د ونو بوټیو شاته پټ شوي وو. د دوشنبې په ورځ روسیې پلوه بيلتون غوښتونکو چې په دونیڅک کې یې د خپلواکۍ اعلان وکړ وویل، د اوکراین ټول ځواکونه له هغو سیمو چې پکې یرغلګر ګڼل کېږي باید ووځي.
د بیلتون غوښتونکو مشر دنیڅ پوشیلین له روسیې وغښتل چې دونیڅک له خپلې خاورې سره یو ځای کړي.








