روسيې ته د نورو بنديزونو گواښ وشو

د عکس سرچینه، n
فرانسې او جرمني روسيې ته گواښ کړى که د مې پر ٢٥ په اوکرايين کې پلان شوې ولسمشريزې ټاکنې تر سره نه شي، نو له نورو اقتصادي بنديزونو سره به مخامخ شي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند او د جرمني لومړۍ وزيرې انگلا مرکل دا څرگندونې په يوې وينا پاڼې کې کړي چې، په کې په اوکرايين کې د لا نورې بې ثباتۍ اندېښنه هم ښوول شوې ده.
دغو دواړو مشرانو همداراز ويلي د روسي پلويو بېلتونپالو له لوري د اوکرايين په ختيځ کې، يکشنبې ورځې لپاره پلان شوې ټولپوښتنه به ناقانونه وي.
آغلې مرکل او ښاغلي هولاند همداراز پر روسي چارواکو غږ وکړ چې د اوکرايين پر پولې دې د خپلو ځواکونو په شتون کې روښانه کمى راولي.
ناټو اټکل کوي چې روسيې د اوکرايين پولې ته ورڅېرمه يې شاو خوا ٤٠٠٠٠ سرتيري ځاى پرځاى کړي، خو مسکو ټينگار کوي چې خپل ځواکونه يې اوس شا ته کړي دي.
د دغو دوو سترو اروپايي هېوادونو مشرانو وينا وروسته له هغه مخې ته راغله چې دواړو په جرمني کې د آغلې مرکل په ټاکنيزه حوزه کې سره وليدل.
د اوکرايين چارسمبالي ولسمشر اولکساندر تورچينوف خبردارى ورکړى چې د پلان شوې ټولپوښتنې پايله به هغو سيمو لپاره د ځان بربادولو په مانا وي چې د فدرالي نظام په پلوۍ رايه اچوي.
تېره ورځ ښاغلي تورچينوف ومنله چې د اوکراين په ختيځ کې ډېرى د روسي پلويو اورپکو ملاتړي دي، خو گواښنه يې وکړه چې د يکشنبې ورځې ټولپوښتنه د گړنگ لوري ته گام اخيستل دي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين وړاندې ويلي و چې د اوکرايين د ولسمشريزو ټاکنو ملاتړ کوي او دا سم لوري ته يو گام بولي.
د روسيې ولسمشر د اوکرايين پر بېلتونپالو غږ کړى و چې خپلواکۍ لپاره پلان شوې ټولپوښتنه دې وځنډوي.
خو هغوى د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين غوښتنه رد کړه.
بيلتونپالو د ښاغلي پوتين د غوښتنې پر مهال ويلي وو، چې دوی به په دې اړه له نورو مشرانو سره هم وغږېږي او خپله وروستۍ پرېکړه به اعلان کړي.
د بيلتونپالو مشرانو له خپلو پلويانو سره تر سلامشورو وروسته د ټولپوښتنې د ترسره کېدو پرېکړه اعلان کړه، ځکه وايي د ټولپوښتنې لپاره ټول چمتووالی نيول شوی دی.








