امریکا غواړي ۹۸۰۰ پوځیان افغانستان کې پرېږدي
د امریکا ولسمشر بارک اوباما غواړي چې ۹۸۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې د امریکا له جګړه ییز ماموریت نه وروسته چې د روان میلادي کال په پای کې پای ته رسېږي پرېږدي.
یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي چې دا ۹۸۰۰ امریکايي پوځیان به افغان ځواکونه روزي او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې به برخه اخلي.
دغه چارواکي چې نوم یې نه دی څرګند شوی ویلي چې د دې پوځیانو شمېر به د ۲۰۱۵ کال تر پایه نیمايي ته ټیټ کړای شي او د ۲۰۱۶ کال تر پایه به په افغانستان کې د امریکا حضور د سفارت تر کچې محدود شي.
دم ګړۍ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۳۲ زرو ته رسېږي.
افغانستان کې د ۹۸۰۰ امریکايي پوځیانو پرېښودل د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون پورې اړه لري.
ولسمشر حامد کرزي تر اوسه دغه تړون د یو لړ دلایلو له امله نه دی لاسلیک کړی خو داسې بریښې چې د ولسمشر اوباما اداره باوري ده چې د افغانستان ولسمشرۍ ته له دوو مخکښو کاندیدانو نه هر یو به یې د ټاکنو د ګټلو په صورت کې له امریکا سره دغه تړون لاسلیک کړي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تېرې یکشنبې په ورځ (غبرګولي څلورمه) په یو ناڅاپي سفر په بګرام کې له امریکايي څواکونو سره د لیدلو په موخه افغانستان ته راغی.
نوموړي دغلته د وینا پرمهال وویل چې د افغانستان د نوي ولسمشر له خوا له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو په صورت کې به امریکا له افغانستان سره خپله ژمنتیا روانه وساتي.
هغه ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به خپله روانه جګړه د روان کال تر پایه ختمه کړي او د امریکا جګړه ییز ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه ووځي.
کرزي سره لیدنه
د امریکا ولسمشر بارک اوباما له ولسمشر حامد کرزي نه غوښتنه کړې وه چې د ملاقات لپاره د بګرام پوځي آډې ته ورشي خو ولسمشر حامد کرزي یې دغه غوښتنه ونه منله.
د ولسمشر کرزي د دفتر مشر عبدالکریم خرم په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف ته ویلي و چې په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې ولسمشرۍ ماڼې ته خبر ورکړی و چې ولسمشر اوباما غواړي له ولسمشر کرزي سره په بګرام پوځي اډه کې وګوري خو د ښاغلي خرم په وینا ولسمشر کرزي یې دغه غوښتنه ونه منله.
ولسمشر حامد کرزي ویلي وو که ښاغلی اوباما ارګ ته ورشي د مېلمه په ډول به یې هرکلی وکړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








