اوباما د اسیايي هېوادونو په سفر

د عکس سرچینه، AP
ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما اسیايي هېوادونو ته د خپل یو اونیز سفر په پیل کې جاپان ته ورسېږي.
ښاغلی اوباما هیله لري، د دغه هېواد له چارواکو سره پر یوې معاملې هوکړې ته ورسي چې له لارې به یې جاپاني بازارونه د امریکايي تولیداتو پر مخ خلاص شي.
خو د خبرو اترو په اجنډا کې ښايي له چین سره اړیکې مهم ځای ولري.
په ټوکیو کې د بي بي سي خبریال وايي، جاپان د چین له خوا په ختیځ چینايي سمندر کې د ټاپوګانو د ملکیت پر سر شخړو په صورت کې د امریکا د پوځي ملاتړ د څرګندې ژمنې غوښتنه کوي.
که څه هم جاپان په اسیا کې د امریکا تر ټولو مهم ایتلافي دی، خو تر اوسه پورې له دغه هېواد سره د ولسمشر اوباما ملاتړ تړم دی.
امریکايي ولسمشر به پر جاپان سربېره، سوېلي کوریا، مالیزیا او فلپین ته هم ولاړ شي.
سپینې ماڼۍ ویلي ددغه سفر هدف د نژدې اقتصادي اړیکو پیاوړي کول دي، خو د چین د قوي موجودیت په ګډون د سیمې امنیت هم مهمه موضوع ګڼل کېږي.
د اپرېل له ۲۳ تر ۲۹ پورې د اوباما ټیک اووه میاشتې وروسته تر هغه اسیا ته سفر کوي، چې مخکنی سفر یې د حکومتي چارو په ټپه درېدو له کبله <link type="page"><caption> لغوه شوی</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/news_in_brief/2013/10/131004_as_rollingnews_us.shtml" platform="highweb"/></link> و.
ښاغلی اوباما غرمنۍ د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابې سره کوي.
امریکايي چارواکي هیله لري، چې له هر اسیايي هېواد سره د دواه اړخیزو اړیکو انډول وساتي.








