ولسمشر بارک اوباما افغانستان کې

د امریکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان کې ـ انځورونه

د امریکا ولسمشر باراک اوباما تېر ماښام یکشنبه کابل ته تللی و.
د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر باراک اوباما تېر ماښام یکشنبه کابل ته تللی و.
د ښاغلي اوباما الوتکه د کابل په شمال بګرام هوایي ډګر کې کېناسته. نوموړي په هوایي ډګر کې د امریکا له سفیرجیمز کانینګهم او د ناټو ځواکونو له مشر جوزف ډانفورډ سره ولیدل.
د عکس تشریح، د ښاغلي اوباما الوتکه د کابل په شمال بګرام هوایي ډګر کې کېناسته. نوموړي په هوایي ډګر کې د امریکا له سفیرجیمز کانینګهم او د ناټو ځواکونو له مشر جوزف ډانفورډ سره ولیدل.
د اوباما دا سفر د هغه د دریو تېرو سفرونو په څېر افغانانو ته حېرانونکی و، چې له مخکې اعلان شوي نه وو او تل بګرام ته ترسره شوي.
د عکس تشریح، د اوباما دا سفر د هغه د دریو تېرو سفرونو په څېر افغانانو ته حېرانونکی و، چې له مخکې اعلان شوي نه وو او تل بګرام ته ترسره شوي.
اوباما په بګرام کې له امریکاي سرتېرو سره ولیدل او ویې ویل، چې امریکا ته د خدمت کونکو سرتېرو مننې لپاره راغلی.
د عکس تشریح، اوباما په بګرام کې له امریکاي سرتېرو سره ولیدل او ویې ویل، چې امریکا ته د خدمت کونکو سرتېرو مننې لپاره راغلی.
د امریکا د ولسمشر په توګه افغانستان ته د اوباما دا څلورم سفر و.
د عکس تشریح، د امریکا د ولسمشر په توګه افغانستان ته د اوباما دا څلورم سفر و.
هغه وویل، افغان ځواکونو د وري ۱۶ مې ټاکنو کې خپله وړتیا وښوده او د امریکايي ځواکونو له وتلو سره به د خپل هېواد امنیت پر غاړه واخلي.
د عکس تشریح، هغه وویل، افغان ځواکونو د وري ۱۶ مې ټاکنو کې خپله وړتیا وښوده او د امریکايي ځواکونو له وتلو سره به د خپل هېواد امنیت پر غاړه واخلي.
اوباما وویل، هیله لري د افغانستان نوی ولسمشر به د امریکا او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه امنیتي تړون لاسلیک کړي.
د عکس تشریح، اوباما وویل، هیله لري د افغانستان نوی ولسمشر به د امریکا او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه امنیتي تړون لاسلیک کړي.
هغه د امریکايي سرتېرو او د هغوی له کورنیو نه په مننې وویل چې په افغانستان کې یې د هېواد د ځواکونو شتوالي ده ته ځواک بښي چې امریکا ته خدمت وکړي.
د عکس تشریح، هغه د امریکايي سرتېرو او د هغوی له کورنیو نه په مننې وویل چې په افغانستان کې یې د هېواد د ځواکونو شتوالي ده ته ځواک بښي چې امریکا ته خدمت وکړي.

افغانستان کې روانه جګړه امریکا ته په لوړه بیه تمامه شوه. د امریکا ۲۳۰۰ سرتېري په دغه جګړه کې وژل شوي دي.
د عکس تشریح، افغانستان کې روانه جګړه امریکا ته په لوړه بیه تمامه شوه. د امریکا ۲۳۰۰ سرتېري په دغه جګړه کې وژل شوي دي.
امریکايي سرتېري به تر راتلوونکو۶ میاشتو د امنیتي چارو واګې افغان ځواکونو ته وسپاري.
د عکس تشریح، امریکايي سرتېري به تر راتلوونکو۶ میاشتو د امنیتي چارو واګې افغان ځواکونو ته وسپاري.
دغه سفر په داسې حال کې تر سره کېږي چې افغان چارواکو د تیلفوني خبرو د اورېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی او امریکا یې د افغانستان د ملي واکمنی په سرغړونې تورنه کړې ده.
د عکس تشریح، دغه سفر په داسې حال کې تر سره کېږي چې افغان چارواکو د تیلفوني خبرو د اورېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی او امریکا یې د افغانستان د ملي واکمنی په سرغړونې تورنه کړې ده.
دغه سفر کې اوباما له ولسمشر کرزي او د ولسمشرۍ له کوم نوماند سره لیدنه نه ده کړې.
د عکس تشریح، دغه سفر کې اوباما له ولسمشر کرزي او د ولسمشرۍ له کوم نوماند سره لیدنه نه ده کړې.