د ټاکنو کمېسیون د ۵۳۸۸ کسانو دندې وځنډولې

د عکس سرچینه،
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایې د هغو ۵۳۸۸ کارکونکو دندې یې ځنډولي چې په خبره یې په تېرو ټاکنو کې په درغلیو تورن شوي دي.
د کمېسیون مشر یوسف نورستاني په یوې خبرې غونډې کې وویل دغه کارکوونکي به عدلي او قضایي څانګو ته د یو لړ پوښتنو، ګرویږنو لپاره وسپارل شي.
په همدې حال کې دافغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو اداره فیفا د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون نیوکه کوي چې تر اوسه یې د دوی په وینا د دې علتونه نه دي موندلي چې ولې د ټاکنو پر ورځ رایې پاڼې ختمې شوې؟
له کابله وړانګه علیزۍ په خپل رپوټ کې وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغه کارکونکو په اړه چې نومونه یې په تور لست کې راغلي ډېر څه و نه ویل خو وړاندې له دې دغه کمېسیون ویلي وو چې ۵۴۰۰ کارکوونکي له دوی سره په موقتي توګه کارکوي.
د ټاکنو له لومړي پړاو وروسته ګڼ شمېر شکایتونه د دغه کمېسیون د کارکوونکو پر ضد د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې ثبت شوي وو .
دغه راز د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر یوسف نورستاني له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل چې هغه دولتي چارواکي دې له دندو ګوښه کړي چې په ټاکنو کې بې پرې نه دي.
نوموړي د ولسمشرۍ د دوهم پړاو له نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي هم غوښتنه وکړه چې یو بل ته درناوی وکړي او د ټاکنیزو کمپانیونو پر مهال قومي او ژبنیو مسایلو ته لمن ونه وهي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د دغو دواړو نوماندانو له خوا پر یو بل داسې لفظي تېري لیدل شوي چې زیږه ژبه په کې کارول شوې ده.
اخوا د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا په یوه رپوټ کې د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون نیوکه کړې چې ګواګې تر اوسه یې د دې لامل نه دی موندلی چې د ټاکنو په لومړي پړوا کې ولې رایې پاڼې له وخته مخکې خلاصې شوې او دا چې ولې له وخته مخکې د رایو صندوقونه ډک شول؟
د نوموړي بنسټ ویاند فهیم نعیمي وايي د هغوی موندنې ښیې چې د راې پاڼو خلاصېدل او د صندوقونو ډکېدل د ورځې په لومړیو کې ځینې لاملونه لري.
د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ویاند دغه راز وایې چې د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکونې سلګونه نوي مرکزونه پرانیزي او دغه مرکزونه ۴۲ سلنه په هغو سیمو کې دي چې هلته ډېرې درغلۍ ثبت شوې دي.
د ښاغلي نعیمي په وینا په لومړي پړاو ټاکنو کې په ۷۷۹ مرکزونو کې رایې پاڼې کمې شوې وې.








