بان کي مون د ولسمشریزو رڼو ټاکنو هیله وښوده

د عکس سرچینه،
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه هیله ښوولې، چې د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو په بریالیتوب او شفاف ډول وشي.
نوموړي له حامد کرزي سره د چین شانګهای (سیکا) سرمشریزې په څنډو کې کتلي ديږ
ښاغلي مون تېرې افغان ټاکنې هم وستایلې، چې په وینا یې په بریالتوب ترسره شوې.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، حامد کرزي بان کي مون ته د راتلونکو ټاکنو د شفافیت ډاډ ورکړ.
ولسمشر کرزي او بان کي مون له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ملګرو ملتونو پر رول هم خبرې کړې دي.
بان کي مون ویلي، ملګري ملتونه د افغانستان له ټولنیزو او قتصادي برخو سره د مرستو لپاره پر خپلې ژمنتیا ولاړ دی.
حامد کرزي له بان کي مون وغوښتل، چې د راتلونکي افغان ولسمشر د لوړې په مراسمو کې دی او یا یې مرستیال ګډون وکړي.




