' د ټاکنو دویم پړاو څارنه به اسانه وي '

د عکس سرچینه، Getty
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو څارونکي بنسټونه وایې د ویم ځل ټاکنې به د لومړي ځل ټاکنو پرتله ښې ترسره شي او دوې ته به یې څارنه اسانه وي.
سره له دې چې د لومړي پړاو په ټاکنو کې شاوخوا ۳۵۰ زره څارونکو څار کاوه خو بیا هم هغه ټاکنې د درغلیو له تورونو او ادعاوو سره ملې وې.
زمزمه نیازۍ له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې څارونکو تېر ځلې ټاکنو کې هڅه وکړه چې له پیل نه تر پایه ټاکنې وڅاري، له سختو ننګونو او ګواښونو سره هم مخامخ شول چې ښايي همدې ګواښونو ځينو ادعا شويو درغليو ته لاره هواره کړه.
د کورنیو څارونکو تر څنګ زرګونو نړیوالو څارونکو هم د افغانستان د ټاکنو څارنه وکړه.
خو له دې سره سره بیا هم له درغلیو تشې ټاکنې ترسره نه شوې. امنیتې ننګونې د دې لامل شوې چې په یو شمېر سیمو کې صندوقونه په خپل سر ډک شي او یو شمېر کاندیدانو د ټاکنو کمېسيون کار کونکي په پایلو کې د رایو په بدلولو تورن کړل.
اوس چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته غځیدلي، د دغه پړاو لپاره هم دغه اندېښنې په خپل ځای پاتې دي.
خو د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د خپلو کارونو ننګه کوي او وایې دا ځل به د لومړي ځل پرتله د دوى کارونه لا ښه تر سره شي.
خو دې سره کمېسیون وايي ښايي په هرځل ټاکنو کې د درغلیو بڼه هم بدله وي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نورمحمد نور وايي:
' کومې درغلۍ چې د وري په ۱۶ د ټاکنو په ځینو برخو کې شوې موږ به د دغو درغلیو د مخنیوي لپاره ځانګړي اقدامات ولرو. د بیلګې په توګه هغه کارکونکي چې له موږ سره کار کوي باید ښه وروزل شي او د خپلو کړنو ځواب وویل شي. په هغو سیمو کې چې درغلۍ شوي او زموږ کارکونکو چې په سمه توګه مدیرت نه دی کړی په دویم ځل ټاکنو کې به موږ سره نه وي'
خو د ولسمشریزو ټاکنو دوه مخکښ نوماندان د ټاکنو کمېسیون دغه کړه وړه کافي نه بولي او ټینګار کوي چې د درغلیو د مخنیوي لپاره باید بنسټیز کارونه تر سره شي .








