احمدزی: د قسمي پایلو اعلان د خلکو ذهنونه ګډوډوي

د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند اشرف غني احمدزي د ټاکنیز کمیسیون له لوري د نژدې پنځوس سلنې قسمي پایلو تر اعلان وروسته د کمیسیون پر دې پرېکړې نیوکه وکړه او دا یې تر وخت مخکې کار وباله.
نوموړي کابل کې خبریالانو ته د خبرو پرمهال، د ولسمشرۍ له ټولو کاندیدانو د تقلبي رایو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
هغه وویل چې د ټاکنو د رڼښت برخه کې باید ''د ولسمشرۍ کاندیدان، مدني ټولنې، فعالین، علماء او مشران د رای شمېرنې د رڼښت د بهیر لپاره همکاري وکړي''.
تېره ورځ هم ډاکټر اشرف غني احمدزي، چې تر عبدالله وروسته د شویو پایلو کې دویم مقام کې راغلی، د رایو شمېرلو د روڼواليپه اړه اندېښنه ښوولې وه.
ښاغلي احمدزي په کابل کې له ځینو رسنیو سره په خبرو کې وویل د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید په جدي توګه پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې کړي.
اشرف غني احمدزي خبریالانو ته په وینا کې وویل چې ''موږ پر خپله بریا باور لرو، هغه که په لومړي پړاو کې وي او یا دویم پړاو کې. د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره ورځ قسمي پایلې اعلان کړې، موږ منو چې دا شمېرنې بدلېدلی شي، پوښتنه دا ده چې کمیسیون ولې د رایو قسمي پایلې پرته له دې چې رایې خوندي شي، اعلان کړې؟ او ایا دا اعلان د خلکو د اندېښنې لامل نه ګرځي''؟

د عکس سرچینه، AP
نوموړي وویل، باوري دی، چې د وروستیو پایلو فیصدي به د مخکښو کاندیدانو ترمنځ بدله شي.
ایتلافي حکومت
د ولسمشرۍ دغه کاندید وویل، چې هېڅ ډول ایتلافي حکومت ته چمتو نه دی، بلکې وايي که چېرې ولسمشر شي، یو داسې پراخ ملي حکومت به جوړ کړي، چې اصلاحات راوستل به یې په لومړیتوبونو کې راځي، او د هغه په ټکو د پردې ترشا بحثونو پایله کې به جوړجاړی ونه مني.
ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لومړنۍ پایلې د غوايي/ثور په څلورمه نېټه اعلان شي خو ترې وړاندې به په دریم پړاو کې هم قسمي پایلې اعلان شي.








