د ولسمشریزو ټاکنو ۴۹٪ پایلې اعلان شوې

د عکس سرچینه،
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ ټاکنو ۴۹.۶۷ سلنه رایو قسمي پایلې اعلان کړې.
په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وویل، دغه رایې پاکې او سیستم ته داخلې شوې دي.
نوموړي وویل، چې د رای اچولو د ۱۰۸۶ محلونو رایې مشکوکې دي، چې د تحقیق لپاره استول شوې دي.
په پام کې ده چې د راتلونکي غويي پر څلورمه د تېرو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکو وويل بشپړه خپلواکي لري او د هيچا تر اغېز لاندې نه دي.
د ټاکنو کمېسيون د مهالوېش له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې د غويي/ثور پر څلورمه او وروستۍ پايلې يې د همدې مياشتې پر ۲۴مه اعلانېږي.
دوی دا هم وویل که په لومړي پړاو کې کوم نوماند ۵۰+۱ رايې خپلې نه کړي، دوی دويم پړاو ټاکنو ته چمتو دي.




