د ''بهرني زندان'' ارزولو پلاوی کندهار کې دی

د عکس سرچینه،
د کندهار چارواکي وايي هغه پلاوی کندهار ته رسېدلی چې ولسمشر حامد کرزي د دغه ولايت په هوايي ډګر کې د بهرنيانو د زندان د شتون په اړه لېږلی و.
د کندهار ولايت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، پلاوي د کندهار له والي، د والي له مرستيال، د ملي امنيت له مرستيال او د دغه ولايت د سولې د عالي شورا له مشر سره کتلي دي.
د کندهار والي توريالي ويسا دغه پلاوي ته ژمنه ورکړې، چې په هره برخه کې د مرستې اړتيا ولري ولايتي اداره همکارۍ ته چمتو ده.
تر دې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي د کندهار په هوايي ډګر کې د بهرنيانو له لوري د زندان لرلو او هلته د افغانانو د ساتلو په اړه د پلټنو امر ورکړ.
د ولسمشرۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو پلتنو لپاره د نظامي پوليسو د قومندان غلام فاروق بارکزي په مشرۍ څلور کسیز پلاوی به کندهار ته ځي.
د دغي پلاوي دنده دا ده چې په بند کې د ساتل شويو کسان برخليک معلوم او د زندان د تړلو په تړاو قانوني ګامونه پورته کړي.
د دې ترڅنګ به پلاوی دا هم کره کړي، چې په دغه زندان کې د کومو تورونو څومره کسان له څومره وخت راهيسې ساتل کېږي.
بهرنيو ځواکونو په دې اړه چې د کندهار په هوايي ډګر کې زندان لري که نه، تر دې دمه څه نه دي ويلي.
بګرام زندانيان
دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر حامد کرزی له بهرنيانو سره د زنداني افغانانو د خوشي کېدو په اړه دا ډول ګامونه پورته کوي.
تر دې وړاندې د بګرام زندان په اړه هم ښاغلي کرزي ورته پرېکړه کړې وه، چې د ده او لويديځ ترمنځ يې ترينګلتيا رامنځته کړه.
د ده په لارښوونه سلګونه افغانان چې ځينې يې له کلونو راهيسې په بند کې وو، د بګرام له زندان نه خوشي شول.
خو راپورونه وايي چې ځينې افغانان لا هم په بګرام کې له بهرنيو ځواکونو سره په توقيف کې دي، چې بهرنيان يې خطرناک بولي.
د ولسمشرۍ په اعلاميه کې د دغه د زندان په اړه ګومارل شوي پلاوي نه غوښتل شوي، چې څومره ژر امکان لري خپل راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.








