د ۲۶۰۰ صندوقونو رایې پروسس شوې

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، له ټول افغانستان نه د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ۴۵،۲ سلنه رای پاڼې د ټاکنو مرکزي دفتر ته رسېدلې، چې تر اوسه د ۲۶۰۰ صندوقونو رایې پروسس شوې دي.
د دغه کمیسیون ویاند نور محمد نور کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه رایې اوس د ټاکنو کمیسیون کې سیستم ته داخلېږي، او بیا وروسته به د رسنیو له لارې قسمي پایلې اعلان کړي.
ښاغلي نور وویل: ''تر اوسه له ټول افغانستان څخه د ټاکنو مرکزي دفتر ته ۴۵،۲ سلنه رایې رسېدلې، چې اوس سیستم ته داخلېږي، تر اوسه د ۲۶۰۰ صندوقونو رایې پروسس شوې دي، چې تر پنځو فیصو ډېرې قسمي رایې به اعلان کړو. زموږ د تګلارې له مخې باید لږترږله د ۲۰ ولایتونو پایلې اعلان شي''.
نور محمد نور زیاته کړه، د ټاکنو د قانون د ۵۸ مادې له مخې، قرنطین شوي صندوقونه د مشاهدینو او د څارونکو پروړاندې ارزول کېږي.
دی وايي، چې قرنطین شوې رایې نه باطلېږي، بلکې په یوه ځل به ارزول کېږي.
د ټاکنیز کمیسیون ویاند وايي، که چېرې هېڅ کوم کاندید ۵۰+۱ رایې ترلاسه نه شي کړای، دوه مخکښ کاندیدان مکلف دي چې د ټاکنو دویم پړاو کې ګډون وکړي.
دی وايي، چې ټاکنیز کمیسیون دویم پړاو ټاکنو ته پوره چمتووالی لري، چې د دویم پړاو ټاکنې باید د دوو اونیو د ننه وخت کې ترسره شي.

د عکس سرچینه، AP
د ټاکنو د نوي قانون له مخې که په ولسمشریزو ټاکنو کې یو کاندید هم له پنځوس سلنې زیاتې رایې وا نه خیستلې، نو په دویم پړاو د دوه تنه مخکښو کاندیدانو ګډون حتمي دی.
په دغه قانون کې راغلي که کوم نوماند په دویم پړاو کې له درېدو په شا کېږي، نو د کمیسیون له خوا به په نغدي جریمې محکوم شي.
د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې د راتلونکې غويي پر ۲۴ اعلانېږي.
د اساسي قانون له مخې، ولسمشر د رايې وركوونكو د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو رايو له لارې ټاکل کیږي او کاري دوره يې تر ټاکل کېدو وروسته د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه ختمیږي.








