فيفا: دا ټاکنې له مخکنيو ټاکنو رڼې وې

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان د عادلانه او رڼو ټاکنو اداره فیفا وایي د ټاکنو پر ورځې شوې درغلۍ هومره نه وې چې د ټاکنو روڼوالی تر پوښتنې لاندې راولي.
فیفا دغه راز د ولسمشرۍ او ولايتي شورا دا ټاکنې د تیرو ټاکنو په پرتله له درغلیو پاکې ګني.
وړانګه علیزۍ په خپل راپور کې کاږي، دغه بنسټ چې هره پلا د ټاکنو له بهیره نظارت کوي، وایې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو ټول ورسیدلي شکایتونه ارزوي.
د مدني بنسټونو ګډې شورا هم د ټاکنو پر ورځ له شويو درغلیو پرده پورته کړې او د رایو د پاڼو د خلاصیدو لامل دا ګڼي چې ګواکې د دغو درغلیو تر شا د ټاکنو د کمېسيون د هغو غړو لاس وو چې د ځانګړو کاندیدانو لپاره یې کړې دي.
د افغانستان د عادلانه او رڼو ټاکنو اداره فیفا وایي د هغه راپور پر بنسټ چې دوی خپور کړی د ۱۳۹۳ کال ټاکنې د پخوانيو هغو په پرتله ښې ترسره شوې دي.
په ټوله کې دغو څارونکو ویل سره له دې چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي، خو شمیر یې هومره نه دی چې د ټاکنو د بهیر روڼوالی تر پوښتنې لاندې راولي.
فیفا وايي په ځینو مرکزونو کې د رای پاڼو خلاصیدل، په نا قانونه توګه د صندقونو ډکېدل، څو ځله رای ورکول، د ښځو له کارتونو ناوړه ګټه اخيستنه او په ټاکنو کې د کم عمره کسانو ونډه د دغه بهیر له سرغړونو څخه ګڼل کیږي.

د عکس سرچینه، Reuters
دغه بنسټ وايي پر ټاکنو د خلکو د باور او د دې لپاره چې د هغوی حق تر پښو لاندې نه شي د ټاکنو خپلواک کمسیون ته يې ځینې وړاندیزونه کړي دي.
د فیفا اجراییوي مشر جانداد سپین غر وایې، د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون باید دغه شکایتونه په عملي بڼه د څارونکو او رسنیو په شتون کې وڅیړي.
ځینې مدني بنسټونه هم په ټاکنو کې د شويو درغلیو په اړه وايي چې د رای پاڼو خلاصیدل هغه څه دي چې د دوی له نظره به په لوی لاس د ټاکنو د کمېسيون کارکونکو ورته زمینه برابره کړې وي.
دوی ادعا کوي چې دغو کارکونکو د ځانګړو نوماندانو د ګټې لپاره دغه څه تر سره کړي دي.
د دغه بنسټ مشر صدیق منصور ادعا کوي، په ځینې سیمو کې د رایو د پاڼو خلاصیدل مخکې له مخکې جوړه شوې دسیسه وه.
ښاغلي منصور د ټاکنو د کمسیون له کارکونکو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دا درغلۍ په کره توګه وارزوي او درغلي کوونکي عدلي او قضایې څانګو ته معرفي کړي.
د دغه بنسټ غړو دا هم وویل چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ځینو نوماندانو د ټاکنو پر ورځ هڅه کوله چې، د ټاکنو د فضا په ګډوډولو سره درغلیو ته لاره هواره کړي.








