تر درو زرو ډېر ټاکنیز شکایتونه شوي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د ورځې په تړاو د شکایتونو ثبتولو بهیر پای ته رسولی دی.
د شکایتونو کمېسیون به د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان دمخه د دغو شکایتونو په اړه ارزونې پای ته ورسوي.
کابل کې زموږ همکار ګلستان شینواری وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو د ورځې د ټاکنیزو درغلیو د ثبتولو بهیر د رایې اچونې په ورځ پیل کړی و او تېره شپه تر دولسو بجو پورې روان و.
د دغه کمېسیون ویاند نادر محسني په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د ټاکنو د ورځې په تړاو یې په ټوله کې تر دریو زرو زیات شکایتونه ثبت کړي دي:
''په ټوله کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ته په ټول هېواد کې درې زره یو سل او درې مورده ټیلیفوني اطلاعات او رسمي شکایتونه رسېدلي دي. د رسمي شکایتونو له ډلې دوه سوه اته ویشت د ولسمشرۍ د نوماندانو او پینځه سوه او درې اویا شکایتونه د ولایتي شوراګانو د نوماندانو په اړه ثبت شوي دي.
همداراز اووه سوه او دوه اویا شکایتونه د ټاکنو او شکایتونو کمېسونونو د کارکوونکو په اړه رارسېدلي دي. چې په دې سره د دغو رسمي شکایتونو شمېر یو زر پینځه سوه او دریو ته رسي''.
د ښاغلي محسني په خبره هغه شکایتونه چې د ټيلېفون له لارې ورته رسېدلي، دوی ترې یوازې د مالوماتو په توګه ګټه اخلي او د خپلو ارزونو او څېړنو د بنسټ په توګه یې نه کاروي.
په دغو شکایتونو کې ډېر یې د ولایتي شوراګانو د نوماندانو په اړه دي، چې د چارواکو په وینا د افغانستان په څلور دېرشو ولایتونو کې د دغو نوماندانو پر ضد شکایتونه ور رسېدلي دي.
همداراز له پینځو ولایتونو پرته په نورو ټولو کې د ولسمشرۍ د نوماندانو پر وړاندې هم یاد شوي کمېسیون ته شکایتونه شوي دي.
د شکایتونو کمېسیون په خبره، د ټاکنو په ورځ یوه مهمه ستونزه ځینو مرکزونو ته د کره شمېر رایې پاڼو نه رسېدل وو، چې له امله یې یو شمېر رایې ورکوونکي د خپلو رایو په کارولو و نه توانېدل.
د دغې ستونزې په اړه د اروپايي ټولنې په ګډون یو شمېر نورو څارونکو هم اندېښنه څرګنده کړې ده. د شکایتونو کمېسیون د چارواکو په وینا، د دې او نورو ستونزو په اړه به د پلټنو په رڼا کې قانوني ګام پورته کړي.
د افغانستان د شکایتونو کمېسون په وینا د دغو شکایتونو په اړه به خپلې څېړنې او ارزونې د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلانه مخکې بشپړې کړي.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لومړنۍ رسمي پایلې د غوايي میاشتې په څلورمه نېټه اعلان شي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AP








