تر ۲۰۰۰ ډېر ټاکنیز شکایتونه شوي

د عکس سرچینه، AP
د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمیسیون وايي چې د وررسېدلو شکایتونو ارزونه روانه ده، چې ښايي بشپړتیا یې د ټاکنو پایلې هم اغېزمنې کړي.
کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک پخپل راپور کې وايي، د یاد شوي بنسټ ویاند نادر محسني پرون وویل چې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه يې ۱۱۲ او د ولایتي شوراګانو د ټاکنو په اړه ۱۶۶لیکلي شکایتونه ترلاسه کړي، خو په وینا یې د تیلېوني شکایتونو په ګډون د ټولو شکایتونو شمېر له ۲۰۰۰ اوړي:
''تر دې مهاله په ټوله کې په ولایتونو او مرکز کې د شکایتونو اورېدو کمیسیون ۲۱۲۴ شکایتونه ترلاسه کړي دي، له دې ټولګې ۱۱۲ له ولسمشریزو ټاکنو، ۱۶۶ د ولایتي شورا له نوماندانو، او ۳۷۰ شکایتونه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو په اړه دي، همدا راز ۱۴۷۶ تیلیفوني شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو د بنسټ له خوا ثبت شوي دي. باید ووایو چې دا شکایتونه شېبه پر شېبه مخ په ډېرېدو دي''.
افغان وګړي حق لري چې د نن شپې تر ۱۲ بجو پورې پورې خپل شکایتونه اړوند کمیسیون ته وسپاري ځکه چې بیا یې موده پای ته رسېږي.
سربیره پر دې، په یو شمېر سیمو کې د ټاکنیزو شکایتونو د مرکزونو نشتوالی، د رای پاڼو ختمېدل، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو ناوړه چلند، د یو شمېر څارونکو له خوا یوه ځانګړي نوماند ته د خلکو هڅول،کلپي رای کارول او نور له هغو شکایتونو دي، چې د ټاکنیزو شکایتنو اورېدو کمیسیون ثبت کړي دي.
د شکایتونو اوریدو کمیسیون مشر ستار سعادت وویل چې دغه ټول شکایتونه به اروزل کیږي:
''نن موږ وغوښتل چې د کاندید صاحبانو په حضور کې دوی ته ډاډ ورکړو، هغه قانوني سرغړونې چې شوې، موږ یې ارزوو او عادلانه به یې ارزونه وکړو د دوی وړاندیزونه او اندېښنې به واورو''.
ښاغلي سعادت په دغه غونډه کې د هغو نوماندانو استازو ته د خبرو کولو اجازه ورنه کړه چې خپله نوماند یا مرستیال یې نه و ورغلی.
د قانون له مخه د ټاکنو د لومړیو پایلو تر جوتېدا مخکې باید دغه ټول شکایتونه وارزول شي چې کره شکایتونه به پر پایلو هم اغېز ولري.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP








