اوباما افغانانو ته د ټاکنو مبارکي ويلې ده

د عکس سرچینه، AP
د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل له راتلونکي افغان حکومت سره به د دوه اړخيز درناوي او دوه اړخيزې حساب ورکونې پر بنسټ کار وکړي.
ښاغلي اوباما د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه ټاکنې د افغانستان د دموکراتيکې راتلونکې د شونې کېدو په لاره کې خورا مهم ګام بللی.
اوباما په ټاکنو کې د پراخې ونډې اخيستو له امله افغانان، امنيتي ځواکونه او ټاکنيز چارواکي وستايل.
ده زياته کړه چې دغه ټاکنې د واک د سوله ييز لېږد په برخه کې خورا ستر ګام دی، چې د ده په وينا په ترڅ کې يې افغانان په داسې حال کې چې متحد ايالتونه او ملاتړي يې په تدريجي ډول له افغانستان نه وځي د خپل هېواد د چارو مسووليت په لاس کې اخلي.
امريکايي ولسمشر د افغانستان د دموکراتيکې راتلونکې او د بهرنۍ مرستې د دوام لپاره د دغو ټاکنو ترسره کول اړين وبلل او هیله يې څرګنده کړه چې اړوندې ادارې به خپلې دندې ترسره کړې او پايلې به اعلان کړي.
خبرپاڼه زياتوي چې متحد ايالتونه به د يوه خپلواک باثباته يو موټي او دموکراتيک افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.
افغانستان د امريکا له متحد ايالتونو سره ستراتيژيک تړون لري او اوس هڅه دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنيتي تړون هم لاسليک شي.
که څه هم په کابل کې جوړې شوې مشورتي جرګې له امريکا سره د امنتي تړون لاسليکولو ته مثبته رايه ورکړې، خو ولسمشر حامد کرزي د دغه تړون د لاسلکېدو لپاره ځينې شرطونه وړاندې کړل.
د ده مهم شرطونه په افغانستان کې د امنيت راوستل، د افغان ځواکونو تجهيزول او د سولې د خبرو پيلېدل دي.
اوس ښايي دغه تړون د افغانستان له نوي حکومت سره لاسليک شي.








