افغانستان کې د رای اچولو بهیر پیل شو

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره د ټاکنو بهير نن (شنبه/ وری ۱۶) سهار په اوو بجو پيل شو، چې د مازيګر تر څلورو بجو به دوام وکړي.
دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې سياسي واک له يوه ټاکل شوي ولسمشر نه بل ولسمشر ته په دموکراتيک ډول او د خلکو د رايو پرمټ لېږدول کېږي.
د ۱۳۹۳ د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو بهير پيل د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر يوسف نورستاني وکړ او د دغو ټاکنو لومړنۍ رايه يې په صندوق کې واچوله.
نوموړي او د ټاکنو کمیسیون ځینو نورو چارواکو د کابل حبیبیه لېسه کې خپلې رایې ورکړې.
ښاغلي نورستاني له خلکو وغوښتل چې د رڼو ټاکنو لپاره خپلې هڅې وکړي او پرېنږدي چې خلک په ټاکنو کې درغلي وکړي.
افغان ولسمشر حامد کرزي چې دوه ځله د خلکو له لوري د ولسمشر په توګه غوره شوی و، خپله رايه د کابل د اماني لېسې د رايې ورکولو په يوه مرکز کې وکاروله.
د ټاکنو امنيت
د دغو ټاکنو امنيت د افغان ځواکونو پر غاړه دی او د کورنيو چارو وزارت وايي چې شاوخوا ۴۰۰زره امنيتي ځواکونه په ټول هېواد کې ځای پر ځای شوي دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته دا ځل اته نوماندان سيالۍ ته ولاړي، دغو نوماندان له خپلو مرستيالانو او پلويانو سره يو ځای خپلې رايې وکارولې.
د ولسمشرۍ نوماندانو پر خلکو غږ وکړ، چې په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلي او د شته ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي او خپلې رايې وکاروي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي لپاره يې لازم تدابیر نیولي دي.
دوی وايي له دغو ټاکنو به شاوخوا ۲۲۵زره کسان څارنه وکړي، چې کورني او نړیوال څارونکي هم په کې دي.
خود افغانستان د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر رسنيو ته ویلي، چې د ميدان وردګ ولايت د سيدآباد ولسوالۍ جنايي مدير او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون يو کارکوونکی د رايو د صندوق ډکولو په تور نيول شوي دي.
تړل شوي مرکزونه
د پروان ولایت شینوار ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالۍ کې د رای اچونې مرکزونه تړل شوي. په دې ولایت کې یوه امنیتي چارواکي زموږ یوه خبریال ته ویلي چې خلک د نامنیو له وېرې د رایو مرکزونو ته نه دي تللي.
خو د پروان امنیه قومندان خلیل الله ضیايي وايي چې د رای اچونې مرکزونه پرانیستي دي.








