BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
د عکسونو البوم: افغانستان کې د ټاکنو بهیر
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۱۶ وری ۱۳۹۳ - ۵ اپریل ۲۰۱۴
په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د اچول شویو رایو بهیر په انځورونو کې.
د عکس تشریح،
ولسمشر حامد کرزي په کابل کې خپله رایه وکاروله او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې له ګواښونو او ستونزو سره سره له خپلو کورونو ووځي او خپله رایه وکاروي.
د عکس تشریح،
اشرف غني احمدزی: ''نن زه غواړم د افغاستان ولس ته مبارکي ووایم، دا ولس د ملي وحدت نمونه ده، ټولو په دې انتخاباتو کې په شوق او علاقه ګډون وکړ، د افغانستان دښمنانو ته یې ثباته کړه، چې هېڅوک زموږ د ملي ارادې مخې کې خڼد نه شي جوړولی."
د عکس تشریح،
د افغانستان ولسمشرۍ ته کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله له رایه ورکولو وروسته هیله څرګنده کړه چې د ټاکنو ورځ به مخ په وړاندې یو ګام وي.
د عکس تشریح،
د انتخابات لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو. ټول هغه موټر چې له نورو سیمو راتلل تالاشي کېدل.
د عکس تشریح،
د هېواد په کچه د ولایتونو شوراګانو د نوماندانو شمېر ۱۸۱۷ ته رسېږي.
د عکس تشریح،
افغان امنیتي ځواکونو نه یوازې دا چې د ټاکنو امنیت نیولی و په خپله یې هم په ټاکنو کې برخه واخیسته او خپلې رایې یې وکارولې.
د عکس تشریح،
سره له دې چې په ځینو سیمو کې باران اورېده د نارينه وو او ښځو اوږده کتارونه د رايې کارولو لپاره په مرکزونو کې ولاړ وو.
د عکس تشریح،
ورښتونو د رایې ورکولو بهیر یو څه ستونزمن کړی و خو له دې سره سره په ګڼ شمېر کې ښځو خپلې رایې وکارولې.
د عکس تشریح،
د ۱۵ بهرنیو سازمانونو ترڅنګ ۶۷ افغاني بنسټونو هم په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې څارلې.
د عکس تشریح،
سږکال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د هغو کسانو شمېر هم لږ نه و چې په لومړي ځل يې خپلې رایې وکارولې.
د عکس تشریح،
د هېواد په کچه د رای اچولو ۶۴۲۳ حوزې وې، چې د رای اچولو ټول ټال مرکزونو شمېر ۲۰۶۰۰ ته رسېږېده.د رای اچولو ۷۴۸ مرکزونه تړلي وو.
د عکس تشریح،
په ټاکنو کې د خلکو ګډون پراخ ښودول شوی او ویل شوي چې د دوی په منځ کې د پاخه عمر د خاوندانو شمېر هم کم نه و.
د عکس تشریح،
د رای ورکولو لپاره له دوه ډوله رنګونو کار اخیستل کېده، یو ډول یې د لیدلو وړ و او بل یې یوازې د ځانګړې شمې په مټ لیدل کېدای شي.
د عکس تشریح،
د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې یو کس د خپلې خوښې کاندید پسې رایه پاڼه ګوري.
د عکس تشریح،
دا ځل ۳۸۸۸۵۵۶ خلکو د رای اچولو کارتونه اخیستي وو چې ۱،۳ میلیون یې ښځې او ۲ میلیون سړي دي.
د عکس تشریح،
د کابل په وخت د رایه ورکونه د مازدیګر په پنځو بجو پائ ته ورسېده او په ځینو مرکزونو کې د رایو شمېرل پیل شول.
مهم خبرونه
د ملګرو ملتونو مرستیاله مشره: د امریکا مرستو کمېدل افغانستان کې زموږ "پر کارونو پاموړ اغېز نه لري"
۴ ساعتونه وړاندې
سکاټلنډ د نړیوال جام لوبډلې ته نوی افغان لوبغاړی غوره کړی
۵ ساعتونه وړاندې
د هند په سمندر کې د امریکا د یوې جنګي بېړۍ ځانګړنې څه دي؟
۵ ساعتونه وړاندې
ځانګړي مطالب
ایا د "پوځي خوب طریقه" تاسو په دوو دقیقو کې ویده کولای شي؟
۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوري ۲۰۲۶
د طالبانو حکومت وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال ډېرې مېوې بهر ته صادرې شوې دي
۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوري ۲۰۲۶
د طالبانو د حکومت ستره محکمه: د محکمو جزايي اصولنامه به ډېر ژر په رسمي جریده کې خپره شي
۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوري ۲۰۲۶
ایا د امریکا په اړه د پاکستان تګلاره بريالۍ وه؟
۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوري ۲۰۲۶
درس
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology