'ناپاکې رایې د ټاکنو مشروعیت ته زیان اړولی شي'

د ټاکنیزو شکایتونو مشر وايي که په ټاکنو کې درغلیو ته پام ونه شي، پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې نه شي نو ښايي د ټاکنو مشروعیت هم له پوښتنې سره مخ کړي.

د عکس سرچینه، BBCPashto.com

د عکس تشریح، د ټاکنیزو شکایتونو مشر وايي که په ټاکنو کې درغلیو ته پام ونه شي، پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې نه شي نو ښايي د ټاکنو مشروعیت هم له پوښتنې سره مخ کړي.

د ټاکنو خپلواک او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونه وايي په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي، خو ژمن دي چې ناپاکې رایې له پاکو بېلې کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د چارواکو په وینا که درغلۍ ته پام ونه شي، پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې نه شي نو ښايي د ټاکنو مشروعیت له پوښتنې سره مخامخ شي.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب وايي، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دواړه دا مني چې په وروستیو ټاکنو کې درغلۍ شوي دي.

د دوی په وینا افغانانو په ډېرو سختو حالاتو کې رایه ورکړه او خطرونه یې پر ځان ومنل، نو اوس باید د ټاکنو د بهیر منفي اړخونه ترې پاک شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت وايي په ورستیو ټاکنو کې له قانونه سرغړونه شوې او ځینو خلکو درغلۍ هم کړې دي خو دوی ژمن دي چې درغلۍ پاکې کړي:

ژمنتیا

''په ټاکنو کې تقلب شوی، قانون مات شوی، شاید دغه درغلي کمه نه وي، کوم اسناد چې موږ ته رارسېږي، دا ویلی شم موږ اوس په یوه داسې عصر کې ژوند کوو، کومه خبره چې وشي، امکان نه لري، چې پټه دې پاتې شي. د دې پرځای چې بل څوک ووايي چې درغلۍ شوې، ولې موږ کمیسیونونه ونه وایو چې هو، تقلب شوی، او موږ ژمن یو چې دا پاک کړو''.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وايي دوی به تر خپلې وسې د درغلیو مخه ونیسي.
د عکس تشریح، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وايي دوی به تر خپلې وسې د درغلیو مخه ونیسي.

ښاغلی سعادت وايي لومړۍ دنده د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ده چې د قرنطین له لارې ناپاکې رایې معلومې کړي یا یې وشمېري او یا یې هم د شمېر له بهیره وباسي.

او که د ټاکنو له خپلواک کمیسیونه پاتې شي دوی یې نه پریږدي چې ناپاکې رایې له پاکو هغو سره ګډې شي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وايي دوی به تر خپلې وسې د درغلیو مخه ونیسي او د خلکو امانت کې به خیانت نه کوي او هغه کسان چې په درغلیو تورن دي څارنوالۍ ته به یې وروپېژني:

''دا ژمنه موږ هم کړې ده، چې پر موږ پورې اړوند څیز به له موږ نه تېرېږي، که له موږ تېرېږي، بیا نو د شکایتونو د کمیسیون کار دی، موږ ژمن او مصمم یو چې ناپاکې رایې به پاکېږي او د خلکو امانت به ساتل کېږي''.

د ټاکنیزو شکایتونو مشر وايي که په ټاکنو کې درغلیو ته پام ونه شي، پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې نه شي نو ښايي د ټاکنو مشروعیت هم له پوښتنې سره مخ کړي.

تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ویلي وو چې له ټول هېواده ۳۱۰۳ شکایتونه ورسره ثبت شوي دي.

او له هغې ډلې څه باندې یو نیم زر شکایتونه په کتبي او مستند ډول دوی ته رسېدلي او دوی یې په اړه پلټنې کوي.

پرون د ټاکنو کمیسیون وویل چې د ۳۱ ولایتونو رای پاڼې د ولایتونو مرکزونو ته رسېدلې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پرون د ټاکنو کمیسیون وویل چې د ۳۱ ولایتونو رای پاڼې د ولایتونو مرکزونو ته رسېدلې
د افغانستان له ۲۲ ولایتونو د رایو د پایلو پاڼې د هوا او له ۱۲ نورو ولایتونو د ځمکې له لارې مرکز ته ورسول شي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د افغانستان له ۲۲ ولایتونو د رایو د پایلو پاڼې د هوا او له ۱۲ نورو ولایتونو د ځمکې له لارې مرکز ته ورسول شي.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنو قسمي پایلې په راتلونکو دوو یا درو ورځو او لومړنۍ پایلې د غوايي یا ثور په څلورمه نېټه اعلان شي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنو قسمي پایلې په راتلونکو دوو یا درو ورځو او لومړنۍ پایلې د غوايي یا ثور په څلورمه نېټه اعلان شي.