د ناټو بمبارۍ 'افغان سرتېري وژلي'

برید د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ کې شوی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، برید د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ کې شوی.

د پلازمېنې کابل په سويلي ولايت لوګر کې ناټو ځواکونو بمبار کړی، چې د افغانستان د ملي اردو لږترلږه پنځه سرتېري یې وژلي او اته نور ټپیان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي، دغه بريد نن سهار پر ځايي وخت درې نیمې بجې د لوګر څرخ ولسوالۍ کې شوی.

د دغه وزارت يوه وياند جنرال دولت وزيري بي بي سي ته وويل د پېښې د پلټنې لپاره يې يو پلاوی ګومارلی دی:

''تېره شپه درې نیمې بجې لوګر ولایت کې یوه ډېره ناوړه پېښه شوې، بمبارۍ کې د ملي اردو پنځه منسوبین وژل شوي او اته نور ټپیان دي''.

ښاغلی وزیري وايي، دفاع وزارت دغه یوه ډېره خواشینوونکې پېښه بللې ده.

نوموړی وايي، چې دفاع وزارت سیمې ته یو پلاوی استولی دی.

وزیري وايي، کله چې دغه پلاوی هلته ولاړ شي او خپلې موندنې راوړي، له رسنیو سره به نور معلومات شریک کړي.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو په یوه اعلامیه کې منلې ده، چې بمبارۍ یې د افغان ملي اردو پنځه منسوبین وژلي دي.

ایساف وايي دغه کسان نن ګهیځ د افغانستان په ختيځ کې د عملیاتو پرمهال په غیر قصدي ډول وژل شوي.

سوله ساتي ځواکونه وايي، چې د پېښې په اړه یې پلټنه پیل کړې ده، چې دغه خواشینوونکې پېښه څرنګه رامنځ ته شوه.

ایساف وايي د ملي اردو د وژل شویو او ټپي شویو سرتېرو له کورنیو سره خپله غمشریکي کوي.

د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي هم پر خپله ټویټر پاڼه د سرتېرو وژل کېدل منلي.

څارګر برید

ایساف وايي، برید په غیرقصدي ډول شوی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ایساف وايي، برید په غیرقصدي ډول شوی.

د څرخ ولسوال خلیل الله کمال ویلي، د پېښې ځای ته ورغلی، خو وايي برید د امریکا بې پیلوټه الوتکې په مټ شوی دی.

نوموړي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي: "د ملي اردو پوسته په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. په دې پوسته کې امریکایان وو، خو تر وتلو وروسته یې افغان ملي اردو ته پرېښې ده".

د لوګر د ولاي ویاند دین محمد دروېش اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې "تر اوسه د برید لامل او انګیزه نه ده مالومه، خو په اړه یې پلټنه پیل شوې".

وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي پر امریکا او نړیوالو ملګرو یې نیوکه کړې وه، چې ګني د افغانستان د خلکو پر کورونو بمبارۍ کوي.

په پام کې ده، چې د روان ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه زیاتره بهرني ځواکونه ووځي.