کونړ کې وژل شوي سرتېري کابل ته ولېږدول شول

د عکس سرچینه،
د افغانستان ختیځ کونړ ولایت کې د هغو ۲۱ افغان سرتېرو مړي کابل ته لېږدول شوي، چې په غازي اباد ولسوالۍ کې د طالبانو برید کې وژل شوي وو.
په کابل کې د وژل شویو سرتېرو مړي د ولسمشرۍ تشریفاتي ګارد ولېږدول.
د سرتېرو د ستاینې لپاره کابل کې امنیتي چارواکو مراسم هم جوړ کړي وو.
په مراسمو کې د افغانستان د دفاع وزیر وویل، که څه هم ستونزې ډېرې دي، خو افغان ملي اردو به تر خپلې وسې پورې د خپلې خاورې دفاع وکړي.
په تازه غبرګون کې ترکیې د افغان سرتېرو پر وژل کېدو خواشيني ښوولې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د ۲۱ افغان سرتېرو پر وژل کېدو له افغانستان سره خپله غمشریکي اعلان کړې ده.
له ارګ ماڼۍ نه خپره شوې وينا پاڼه کاږي، چې ولسمشر حامد کرزي په کونړ ولايت کې د ۲۱ افغان سرتېرو وژنه غندلې ده.
په خبرپاڼه کې ولسمشر حامد کرزي يو ځلې بیا پر پاکستان غږ کړی، د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې په ګډه مبارزه وکړي، ځکه د دواړو هېوادونو د ثبات لپاره ګواښ دی.
خبرپاڼه کاږي چې ولسمشر حامد کرزي کونړې د پېښې له امله د سريلانکا هېواد ته خپل نننی سفر ځنډولی دی.
طالبانو ويلي بريد دوی کړی دی.
تر دې مخکې د کونړ والي شجاع الملک جلاله ويلي و، چې د وسله والو په يوه بريد کې د ملي اردو لږترلږه ۲۰ سرتېري وژل شوي دي.
ښاغلی جلاله ويلي وسله والو د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر هغه يوه پوسته بريد کړی، چې له ۳۰ تر ۳۵ پورې سرتېري په کې وو.
ده په سيمه کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کرياب ته ويلي، په دغه برید کې د ملي اردو اته سرتېري وسله والو له ځان سره بېولي او د جګړې په ډګر کې د دوو وسله والو جسدونه هم پاتې دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه،
شجاع الملک جلاله وايي ښايي د پوستې په سرتېرو کې د طالبانو نفوذي کسان و او مخالفينو د همدوی پر مټ دغه بريد پلان کړی وي.
مخکې تر دې د کونړ امنيه قومندان عبدالحبيب سيدخيل ويلي و، چې بريد د شپې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې شوی دی.
ده ويلي و په برید کې ۱۲ کسه وژل شوي، خو د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم بي بي سي ته ويلي و په بريد کې ۱۹ افغان سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور لادرکه دي.
د افغانستان د دفاع وزارت پېښه تاييد کړې او د دغه وزارت وياند ظاهر عظيمي بي بي سي ته وويل بريد د افغان او بهرنيو وسله والو له لوري د ملي اردو په دوو پوستو شوی او دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
خو د کونړ والي بيا وايي بريد پر يوه پوسته شوی دی.
د دفاع وزارت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې برید نن (يکشنبه، ۲۳ فبروري) سهار وختي څلور بجې شوی دی.
تر دغې پېښې مخکې افغان حکومت د پاکستان هغه ادعاوې ناسمې بللې وې چې ګواکې د پاکستاني طالبانو له لوري ۲۳ پاکستاني سرتېري د افغانستان په خاوره کې وژل شوي دي.








