کونړ او نورستان کې ډرون ۷ مخالفين وژلي
د کونړ او نورستان په ولایتونو کې د بې پیلوټه الوتکو په دریو جلا بریدونو کې ۷ تنه مخالفین وژل شوي دي.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا دغه بریدونه د کونړ په شیګل او غازي آباد ولسواليو او د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې شوي دي.
دوی وايي په دغو بريدونو کې ولسي وګړو ته زیان نه دی اووښتی.
چارواکي دا هم وايي چې د غازي آباد په برید کې یو بهرنی وګړی هم وژل شوی، خو د هوويت په اړه يې جزييات نه دي ډاګيزه کړي.




