ناټو ځواکونه د هلمند د هوايي بريد پلټنې کوي

ملکي مرګ ژوبلې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پر وړاندې لوی خنډ جوړ کړی
د عکس تشریح، ملکي مرګ ژوبلې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پر وړاندې لوی خنډ جوړ کړی

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ میشت بهرني ځواکونه وايي په هلمند کې د هغه هوايي برید په اړه پلتڼې کوي چې د افغان چارواکو په وينا یو ماشوم يې وژلی او دوه ښځې يې ټپيانې کړې دي.

دغه بريد د ګرم سېر ولسوالۍ په فقيرانو کلي کې پر يوه کور شوی دی.

د ناټو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ شوی ملکي وګړو ته د اووښتې مرګ ژوبلې له امله خواشینۍ ښوول شوې ده.

ویل کیږي د دې برید هدف هغه وسله وال وو چې په موټر سایکل له یوه ځایه بل ځای ته تلل.

افغان چارواکو په دې برید کې اووښتې مرګ ژوبله غندلې او ولسمشر کرزي ويلي دا برید ښيي چې امریکايي ځواکونه د ملکي وګړو ژوند ته پام نه کوي.

د ملکي وګړو مرګ ژوبلې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پر وړاندې لوی خنډ جوړ کړی.

د کرزي ټينګار

افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې د ناټو هغه هوايي بريد په کلکه غندلی چې له امله يې يو دوه کلن ماشوم وژل شوی دی.

خبرپاڼې د هلمند د والي له قوله ويلي، چې دغه بريد تېره ورځ د امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې له لوري شوی دی.

په خبرپاڼه کې افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې امريکايي ځواکونه د افغانانو د کورونو او ژوند خونديتوب ته درناوی، نه لري.

ښاغلي کرزي ويلي دغه بريد وښووله چې امريکايي ځواکونه د مشورتي لويې جرګې پرېکړو ته هيڅ احترام نه کوي.

ده وویلي دي: ''له کلونو راهيسې زموږ بيګناه خلک له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نوم لاندې قرباني کېږي او کورونه يې مصوونيت نه لري''.

ولسمشر کرزي يو ځلې بيا په ټينګار وويل: ''تر هغه چې پر افغانانو د بهرنيو ځواکونو دا ډول خپلسري او ظلم ادامه ولري، له امريکا سره به امنيتي تړون لاسليک نه شي''.