کیري د لویې جرګې د پرېکړې هرکلی وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د مشورتي لویې جرګې د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې له امریکا سره یې د افغانستان امنیتي تړون ومانه.
دغې جرګې د تېرې یکشنبې په ورځ پخپله وروستۍ پرېکړه کې له امریکا سره د روان کال تر پایه د امنیتي تړون لاسلیکېدو غوښتنه وکړه.
ولسمشر باید دغه امنیتي تړون لاسلیک کړي.
که چېرې دغه تړون لاسلیک شي، امریکايي ځواکونو ته د راتلونکي کال له پای ته رسېدا وروسته د څو کلونو لپاره افغانستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکول کېږي.
خو افغان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د جرګې پر وروستۍ ورځ وویل، چې دغه تړون به د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو مخکې لاسلیک نه کړي.
په پام کې ده، چې د افغانستان ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال حمل/وري پر ۱۶مه (د ۲۰۱۴ اپرېل) میاشت کې ترسره شي.
کرزي ټینګار وکړ، چې د افغانستان لپاره رڼې او بې درغلیو ټاکنې تر هرڅه ډېرې ضرور دي.
نوموړي په هېواد کې د سولې راتلو لپاره د رڼو ټاکنو ترسره کېدل یو لوی شرط وباله.
حامد کرزي ټینګار وکړ، تر هغو به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، چې د افغانانو کورونو کې امریکايي ځواکونو عملیات نه وي درولي.
نوموړي دا هم وویل، د تړون یو شرط یې دا هم دی، چې امریکا به افغانستان ته سوله راولي.
د جرګې پر وروستۍ ورځ حامد کرزي دا هم وویل، چې "زموږ په کورونو کې د امریکايانو عملیات پای ته ورسېدل. که چېرې بیا زموږ کورونو ته راشي، هېڅکله به تړون ورسره لاسلیک نه کړو".
د امریکا متحده ایالتونه ټینګار لري، چې دغه تړن دې د روان کال تر پای ته رسېدا مخکې لاسلیک شي، چې په دې سره افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدو ته لار هواره شي.








