امريکا د خپل سرتېري بدل کې طالبان خوشي کوي

د عکس سرچینه، AFP
واشنګټن پوسټ وايي امریکايي چارواکو پرېکړه کړې، چې د طالبانو له بنده د خپل سرتېري بو برګډال د خلاصون لپاره له ګوانتانامو زندان نه پنځه طالب بنديان پرېږدي.
د دغې امريکايي ورځپاڼې د راپور له مخې پنځه سره طالب بنديان به يو ځای او هممهاله قطري چارواکو ته سپارل کېږي.
دا وړانديز دوه کاله وړاندې طالبانو ته شوی وو، خو هغوی ځکه نه و منلی چې هغه مهال امريکايانو غوښتل طالب بندیان يو يو او ترمنځ يې له وقفې وروسته پرېږدي.
له دې کړنې د امريکا موخه د منځګړو د هوډ مالومول وو، چې له بنده خوشي شوي طالبان به بېرته جګړې ته نه ورګرځي.
خو واشنګټن پوسټ اوس موندلې چې تېره مياشت امريکايي چارواکي د دغو زندانيانو پر هممهاله پرېښودو سلا شوي دي.
خو دا وړانديز لا طالبانو ته رسمآ نه دی اعلان شوی او نه هم امريکايي چارواکي قطر ته د کوم سملاسي سفر پلان لري چې له طالبانو سره د اړيکو ټينګولو لپاره زمينه برابروي.
د پنټاګان د رسنيزو چارو مسوول تېره اوونۍ وويل، امريکايي چارواکي د سرتېري بو برګډال بېرته راوستو ته ډېر ليواله دي او د نوموړي د ازادۍ لپاره يې خپلې هڅې هېڅکله نه دي درولی.
د سپنې ماڼۍ وياند جې کارني په يوه خبري ناسته کې د خبريالانو دې پوښتنې ته چې آيا حکومت به د سرتېري بو برګډال د خوشې کېدو په بدل کې د بنديانو تبادلې ته زړه ښه کړي که نه وويل:
''د ګوانتانامو په تړاو بايد تاسو ته ووايم کله چې ولسمشر د ۲۰۱۴ کال د دفاعي واکونو قوانون لاسليکاوه نو ټينګار يې وکړ چې د امريکا اوسنۍ اداره به له ګوانتانامو تر هغې يو بندي هم نه لېږدوي چې د زنداني له لوري پېښ احتمالي ګواښ په پام وړ کچه ټيټ شوی نه وي او دغه چاره د بشري حقونو په برخه کې زموږ له تګلارو سره سمون ولري''.
سرتېری بو برګډال د امريکا د پلي ځواکونو غړی د ۲۰۰۹ کال د جولای په ۳۰مه د افغانستان په سويل ختيځ ولايت پکتيکا کې هغه مهال د طالبانو لاس ته ورغی چې له خپلې پوځي اډې يوازې او پلی وتلی و.
باور دا دی چې نوموړی اوس پاکستان ته لېږدول شوی او د حقاني له ډلې سره دی.








