د ۱۶ افغانانو قاتل د پوځي محکمې پرېکړې په انتظار

رابرټ بېلز
د عکس تشریح، رابرټ بېلز څلور ځلې د افغانستان جګړې ته تللی.

د هغه امریکايي پوځي قاتل د پوځي محکمې وروستی پړاو نژدې شوی، چې نژدې دوه کاله مخکې یې کندهار ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ ولسي افغانان په ډزو ووژل.

۳۹ کلن رابرټ بېلز منلې، چې د ۲۰۱۲ مارچ پر ۱۱ مه یې په نیمه شپه د کندهار په یوه لیرې ولسوالۍ کې ۱۶ ویده ولسي وګړي په ډزو وژلي.

په وژل شویو کې زیاتره ښځې او ماشومان وو.

د نوموړي وروستۍ محاکمه د واشنګټن ایالت لویس مکورد پوځي اډه کې ترسره کېږي.

د بېلز د قضیې په اړه له تېرې سې شنبې (اګست ۲۰) راهیسې د پوځي محکمې د غړو پلټنې پیل شوې.

اټکل دی، چې تر دوو نورو اوونیو پورې به محکمه خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

تورن سږ کال خپل تورونه ومنل، خو تمه یې دا وه چې ګني محکمه به یې په اړه د اعدام فیصله نه کوي.

محکمې هڅه کوي، چې له بښنې پرته د هغه د بندي کېدو په اړه پرېکړه وشي، خو وکیل یې وايي تر عمري بند پرته دې د بند سزا ورکړله شي.

د رپوټونو له مخې، محکمو هغه نهه افغانان، چې د بېلز له ګولیو ژوندي پاتې شوي، د شاهدانو په توګه محکمې ته بېولي دي.

د محاکمې پرمهال د قرباني شویو کسانو خپلوانو او د کورنیو غړو هم د وېډیو له لارې خپلې شاهدۍ ورکړې.

په ۲۰۱۱ کال کې د کندهار دغې وژنې په کور د ننه د امریکا پرضد سخت حساسیتونه وپارول، چې په پایله کې یې ځینې پوځي عملیات هم وځنډول شول.

که څه هم د افغان حکومت او د قرباني شویو کسانو کورنیو ټینګار درلود، چې تورن دې افغانستان کې د ننه محاکمه شي، خو امریکا قاتل پوځي له هېواده ویوست.

'ناشولته وژنه'

رابرټ بېلز څلور ځلې د افغانستان جګړې ته تللی.

ویل کېږي، چې بېلز د وژنې په شپه شراب څښلي وو او پر ځان نه پوهېده.

د حاجي محمد نعیم جوړ شوی کارتون
د عکس تشریح، حاجي محمد نعیم، چې بېلز یې یو زوی وژلی، د محاکمې پرمهال له بېلز وپوښتل، چې ولې یې دا کار وکړ؟

د هغه وکیل وايي، د دې وژنو پرمهال یې موکل "ته دماغي ناروغي" پیدا شوې ده.

خو محکمې دا پېښه یوه "ناشولته وژنه" بللې ده چې په وینا یې په قصدي او له نشې پرته بېلز دا کار کړی دی.

قاضیانو ویلي، چې بېلز تر وژنو وروسته بېرته خپلې پوځي اډې ته ستون شوی او خپل یوه ملګري ته یې د قتل کیسه کړې ده، خو ملګري پوځي یې په خبرو باور نه دی کړی.

رابرټ بېلز له خپلې اډې بېرته یوه بل کلي ته تللی او هلته یې هم په مرمیو ولسي خلک وژلي.

د وژل شویو خپلوان او ورثه وو وړاندې بي بي سي ته ويلي وو، که چېرې رابرټ بېلز په اعدام محکوم نه شي، د دوی خوارۍ او هیلې به له خاورو سره خاورې شي.