کندهار کې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ پوهنتون پرانستل شو

ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون پرانیست.
ياد پوهنتون به چې د ماسټرۍ تر کچې به زده کړې په کې کېږي د هندوستان له مالي او تخنیکي ملاتړه برخمن وي.
خو دغه پوهنتون د اوس مهال لپاره په هغې ودانۍ کې چې د کاناډا په مالي مرسته د کرهنې د انستیتیوت لپاره جوړه سوې وه د ولسمشر کرزي او د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید له خوا پرانیستل شو.
هغسې چې له کندهار مامون درانی په خپل رپوټ کې وايي د زراعتي علومو دا انستيتيوت د کاناډا په مرسته د څلور نيم ميليون امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی چې له دې وروسته به د پوهنتون لپاره یوه بله ودانۍ د هندوستان په مالي مرسته جوړه شي.
ولسمشر حامد کرزي د دغه پوهنتون د پرانیستنې په غونډه کې لنډه وينا وکړه چې يوازې د همدې پوهنتون پر ارزښت، د هند پر پرمختګونو او له افغانستان سره د هند پر مرستو څرخېده.
ولسمشر کرزي تمه وښوده چې د پوهنتون په فعاليت سره به د هېواد په کچه زراعتي پرمختګونه وشي او ځوانان به په نړيوال معيار کرنيزې زده کړې تر سره کړي.
نوموړي د لوی کندهار ولس ته وويل چې خپل بچیان تعليم ته وهڅوي او د علم د ترلاسه کولو لپاره هيڅ راز هڅې ونه سپموي.
افغان ولسمشر هند د افغانستان يو مهم او دوست هېواد وباله او په دا ډول برخو کې يې د نورو مرستو غوښتنې هم ترې وکړې.
دغه راز د هند د بهرنيو چارو وزیر سلمان خورشيد کندهار د افغانستان مهم ولايت او د اسيا په کچه تاريخي سيمه وبلله.
نوموړي زياته کړه چې هېواد به يې د افغانستان لپاره په دا ډول برخو کې هيڅ راز مرستي ونه سپموي.
ښاغلي خورشید وویل چې د دغه پوهنتون پرانیستل کېدل د هغه ستراتیژیک تړون چې د هند او افغانستان ترمینځ لاسلیک شوی ژوندې بیلګه ده.
د هند د بهرنیو چارو وزیر پر نړیوالو غږ وکړ چې دا به یې لویه تېروتنه وي که په افغانستان کې د امنیتي مسولیت د لېږد تر څنګ د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اقدامات ونه شي.
هغه د خپل هېواد له اړخه له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هېواد ته یې د اقتصاد له اړخه یو پیاوړې افغانستان خورا مهم دی.
ولسمشر کرزي د پوهنتون د پرانیستنې نه وروسته د کندهار ولایت په مقام کې له یو شمېر قومي مشرانو او سیمه ییزو چارواکو سره ولېدل چې د دغې لیدنې پرمهال رسنې نه وې.
ولسمشر کرزي پر داسې مهال کندهار ته سفر وکړ چې اوونۍ وړاندې سیمه ییز چارواکي په تیاریو بوخت وو او له تېرو دوو ورځو راهیسې د دغه ښار ګڼ مارکیټونه او دوکانونه د پولیسو له خوا تړل شوې وو.
دغه ښار ته راتلونکې ټولې لاری د ترافیکو پرمخ تړلي وې او د ښار په ځینو مهمو برخو کې ولسي خلکو ته د ګرځېدو اجازه نه ورکول کېده.








