په ښوونځیو کې د غیر مسلکي ښوونکو ستونزې

د افغانستان په ځینو لرې پرتو سیمو کې ساینسي او مسلکي مضمونونه د نا مسلکي ښوونکو او یاهم ملایانو له خوا ښوول کېږي.
د افغانستان د پوهنې وزارت هم دا ستونزه او د مسلکي ښوونکو کموالی مني خو زیاتوي چې اوس یې په دې برخه کې پرمختګ کړی او لاهم پر مخ روان دي.
ستاسو نظر خپرونه کې له تاسو ګرانو اورېدونکو اورو چې خپلې تجربې راسره شریکې کړئ.
داسې ښوونکی مو لاره چې مسلکي نه و، یا ملا د ساینسي مضمونونو لوست در ښوولی وي؟
دا ستونزه په کومه کچه ده او حل لارې یې کومې دي؟
د سې شنبې ستاسو نظر کې په همدې موضوع خپل نظر راسره شریک کړئ.
د خپرونې پر مهال په دې شمېره زنګ راته ووهئ 00442074360919
لنډ پیغامونه یا اېس اېم اېس په دې شمېره را ولېږئ: 00447786208888
په فېسبوک کې هم نظریې او ټېلېفون شمېرې راته پرېږدئ








