'سږ کال د پوهنې وزارت ۱۰۰ کارکوونکي وژل شوي'

د پوهنې وزارت وايي مخالفينو خپل تکتيک بدل کړی او غواړي چې ښوونکي ووېروي
د عکس تشریح، د پوهنې وزارت وايي مخالفينو خپل تکتيک بدل کړی او غواړي چې ښوونکي ووېروي

تېره اوونۍ په دريو ولایتونو کې د ناپیژاندو وسله والو له لوري د معارف د مدیرانو له وژل کېدو وروسته د پوهنې وزارت د معارف د منسوبینو د امنیت په اړه اندېښنه په ډاګه کړې ده.

چارواکي وايي د روان هجری لمریز کال له پيله د پوهنې وزارت له ۱۰۰ زیات کارکوونکي په جګړو او هدفي وژنو کې وژل شوي.

سميع الله موسی زی په خپل راپور کې وايي، د پوهنې وزارت له امنیتي ارګانونو غواړي چې د کارکوونکو امنیت ته يې جدي پام وکړي.

دوی د دغو وژنو پړه د پوهنې پر دښمنانو اچوي او دا کړنه د دوی له خوا د پوهنې د منسوبینو په منځ کې د ویرې خورلو نوی تکتیک بولي.

چارواکي وايي دوی وروسته له هغه دې تکتیک ته مخه کړه چې د زده کوونکو مسمومولو او د ښوونځیو سوځولو د دوی له تمې سره سم پایلې نه لرلې.

د وژنو په دې لړۍ کې تېره اوونۍ په پروان، ارزګان او هرات ولایتونو د پوهنې درې مدیران د نامعلومو وسلوالو له خوا ووژل شول.

د دې درې واړو د وژنې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخستی، خو له دې وړاندې افغان چارواکو د دا ډول کړنو مسؤول وسله وال طالبان بلل.

د امنیتي ستونزو له امله له دوه نیم ملیونه زیات ماشومان له زده کړې بې برخې دي او ۴۳۰ ښوونځي په سویلي او سویل ختیځو سیمو کې تړلي دي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال نجونې ښوونځيو ته نه پرېښوولې، خو اوس نژدې ۴ ميليونه نجونې ښوونځيو ته ځي
د عکس تشریح، طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال نجونې ښوونځيو ته نه پرېښوولې، خو اوس نژدې ۴ ميليونه نجونې ښوونځيو ته ځي

خو له دې ستونزو سره، سره افغانستان په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی.

۴۳۰ ښوونځي تړلي

همدا اوس څه باندې ۹ ميلیونه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي او چارواکي وايي د معارف دښمنان هڅه کوي د دې پرمختګ مخه ډب کړي.

د کابل پوهنتون استاد داود راوش وايي که په هېواد کې د پوهنې پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې نه شي نو د پرمختګ پر ځای په شاتګ ته لاره هوارېږي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د پوهې کچه په کې ټیټه ده او د پوهنې په برخه کې له ډیرو خنډونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

طالبانو د خپلې شپږ کلنې واکمنۍ پرمهال نجونې ښوونځيو ته نه پرېښوولې، خو اوس چې د افغان زده کوونکو لپاره ښوونځيو ته د تګ زمینه برابره شوې نو د پوهنې بهیر له دا ډول ستونزه سره مخامخ دی.

د پوهنې د برخې کارپوهان وايي په هېواد کې د پوهنې بهیر له جدي امنیتي ستونزه سره مخامخ دی او دولت ته په کار دي چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.