د پروان پېښې رپوټ ولسمشر کرزي ته وړاندې شو

د ملي شورا غړي عبدالستار خواصي ویلي، پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي کسان وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د ملي شورا غړي عبدالستار خواصي ویلي، پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي کسان وژل شوي دي.

د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو بمبارۍ په اړه د څېړنې لپاره ګومارل شوي پلاوي خپل رپوټ ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړی او امریکايي ځواکونه یې په دغه سیمه کې د ملکي کسانو وژل کېدو عاملین بللي.

د پلاوي رپوټ کې ویل شوي، چې دغه پېښه کې د دریو ښځو او پنځو ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي کسان وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت استازی، چې دغه پلاوي کې شامل و، وايي برید کې پنځه کسه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي، خو وايي ځایي خلکو له طالبانو سره هېڅ اړیکي نه درلودل. نورمحمد سعید له کابله خپل رپوټ کې وايي، چې د پروان ولایت په وازغر کلي کې د بهرنیو ځواکونو له هوايي بمبارۍ پنځه ورځې تېرې دي او د دغې پېښې په اړه د معلوماتو ټولولو لپاره ګومارل شوي پلاوي خپل رپوټ ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړی دی.

پلاوي دغه راز خپل معلومات له رسنیو سره هم شریک کړل. د ملي شورا غړي عبدالستار خواصي خبریالانو ته وویل، چې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي کسان وژل شوي دي.

دغه راز د افغانستان دفاع وزارت استازي دیدمحمد وویل په دغه هوايي برید کې پنځه کسه وسله وال طالبان هم وژل شوي، خو وايي وژل شویو ملکیانو او طالبانو تر منځ هېڅ ډول اړیکه موجوده نه وه.

امریکايي ځواکونو نژدې پنځه ورځې مخکې د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې په ظاهره له افغان امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ او د دې هدف لپاره بمباري وکړه، چې ګواکې دغه سیمه کې د طالبانو پټنځایونه موجود وو، خو دغه برید کې ډېر زیان د سیمې اوسېدونکو ملکي خلکو ته واوښت.