پروان کې د ناټو هوايي بريد ولسي مرگ ژوبله اړولې

د عکس سرچینه، BBC World Service
په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو، په پروان ولايت کې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې له امله خواشينې څرگنده کړې.
د ناټو په خپرې کړې وينا پاڼه کې راغلي چې په دغه سيمه کې اورپکي فعال وو او دغه گډ عمليات د هغوى د ځپلو لپاره پلان شوي وو.
پېښه د پروان ولايت په غوربند ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
د ناټو سرچينې وايي په پېښه کې دوه ولسي وگړي وژل شوي دي.
خو د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپرې شوې وينا پاڼه کې د پېښې د قربانيانو شمېر اته تنه (يوۀ مېرمنه او اووه ماشومان) ښوول شوي دي.
افغان ولسمشر حامد کرزي د ولسي وگړو وژنه په سختو ټکو کې غندلې.
په خبرپاڼه کې د افغان ولسمشر په وينا راغلي چې افغان حکومت له کلونو راهيسې د افغانستان پر کليو او بانډو د بمباريو د ودرېدا غوښتنه کړې.
خبرپاڼه زياتوي چې د ولسمشر اوباما په ليک کې له شويو ژمنو او هوکړو سره سره امريکايي ځواکونو يو ځل بيا پر وگړ مېشتو سيمو بمباري کړې.
ناټو سرچينې وايي "سيمه کې د خوځښت پر مهال يو غليم ځواک له څو ودانيو نه پر بهرنيو او افغان ځواکونو بريد وکړ. دوى هم ځوابي ډزې وکړي، او د غليم د ماتولو لپاره يې هوايي مرستې ته اړتيا لرله."
ناټو چارواکي وايي په عملياتو کې د دوى يو سرتير او لږ تر لړه لس اوزپکي هم د وژل شوي دي.
د ولسي وگړو مرگ ژوبله تل د کابل او واشنگټن ترمنځ د ناندرۍ يو ټکى پاتې شوى.
افغان ولسمشر پر وگړ مېشتو سيمو نه بمباري، او د خلکو د کورونو نه پلټل د امريکا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيز امنيتي تړون د لاسليک کولو د يوۀ شرط په توگه وړاندې کړى دى.
داسې برېښي چې له دې پېښې سره د افغان حکومت او امريکا ترمنځ وار له مخه ترينگلي اړيکې لا پسې کړکېچن شي.








