راپور: ۲۰۱۲ کې د ملکيانو مرګ ژوبله ښکته شوې

- Author, خوشحال تایب
- دنده, کابل
د بښنې نړیوال سازمان په خپل یوه نوي خپاره شوي راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۲ کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله دولس سلنه کمه شوې ده.
راپور کاږي دا په دې مانا نه ده چې د ښکېلو خواوو تر منځ د جګړې په تاکتیک کې کوم ځانګړی بدلون راغلی دی.
د سازمان تازه راپور دغه راز وايي په ۲۰۱۲ کال شاوخوا ۵۰۰زره کسان په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي.
د بښنې سازمان وايي د ۲۰۱۱ کال په پرتله په ۲۰۱۲ کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله یو څه ټیټه وه، خو لا هم زرګونه ولسي افغانان د حکومت د مخالفو ډلو له هدفي او بې توپیره بریدونو کړیږي.
راپور ليکي د مخالفو ډلو تر څنګ افغان او نړیوال ځواکونه هم د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې مسوؤل ګڼل کیږي.
په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې ۲۷۰۰ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۴۸۰۵ تنه نور ټپیان شوي دي چې لویه برخه، ۸۱٪ یې د وسله والو ډلو کار وو.
راپور کاږي دغه راز د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې هم د ماشومانو په ګډون یو زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په راپور کې د کاپيسا، پنجوايي او لوګر ولایتونو د پېښو یادونه شوې چې د بهرنیانو په هوايي بمباریو کې د ماشومانو په ګډون ملکي خلک په کې وژل شوي دي.
همدا شان ادعا شوې چې د حکومت مخالف وسله وال له تنکیو ځوانانو په جګړه کې کار اخلي.

بېځايه شوي خلک
راپور دا هم وايي په یو شمېر سیمو کې د وسله والو نښتو له امله ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو ټاټوبو بېځایه شوي چې شمېر نژدې ۴۶۰ زرو تنو ته رسیږي.
دوی وايي زیاتره کسان په غیر رسمي پناه ځایونو کې ژوند کوي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د بښنې د نړیوال سازمان استازې حوریه مصدق وايي دغه بیځایه شوي خلک آن د ژوند لومړنیو آسانتیاوو ته لاس رسی هم نه لري.
د مېرمن مصدق په وینا شاوخوا ۲،۷ میلیونه کډوال لا هم په نورو هېوادونو کې پاتې دي.
په راپور کې د بندیانو د بد حالت په اړه هم راغلي او وايي چې د حکومت له ځینو هڅو سره سره په زندانونو کې ځورونې او نورې ناوړه کړنې هم په عادي توګه ترسره شوي دي.
همدا شان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې لا هم لیدل کیږي او قضايي ادارې په دې کې پاتې راغلي چې تورن کسان عدالت ته راکاږي.








