پروان کې اووه کسان د 'کورنۍ شخړې' قرباني شول

د افغانستان شمالي پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ تاوتریخوالي کې لږترلږه اووه کسان وژل شوي.
په وژل شویو کې څلور ښځې دي او درې کسان ټپیان شوي هم دي.
د پروان پولیس وايي، د جبال السراج ولسوالۍ 'ګذره پاین' سیمه کې د ځمکې پر سر لانجه پر وسله والې نښتې اوښتې چې له څو کلونو راهیسې یې دوام درلود.
د پروان د امنیت امر ضیاء الرحمن سیدخیلي بي بي سي ته ویلي، نښته کې څلور ښځې او درې سړي وژل شوي او د ماشومانو په ګډون درې کسان ټپیان شوي.
ښاغلی سیدخیلی زیاتوي، چې د ښکېلو کورنیو مشران د جګړو په کلونو کې د سیمې قومندانان وو، چې وړاندې یې هم یو بل ته د غچ اخیستو غاښونه چیچلي.
دی وايي، نننۍ نښته وروسته تر هغه وشوه، چې د یوې کورنۍ غړي د ځمکې اوبول غوښتل، خو د مقابل لوري کورنۍ یوه غړي دغه سړی وواژه، او د وژل شوي کورنۍ د خپل غړي د وژل کېدو په مقابل کې د قاتل د کورنۍ څو غړي ووژل.
امنیتي چارواکي وايي، ټپیان د دواړو کورنیو دي، او پولیسو د وژنې په تور دوه کسان نیولي او د یوه بل شکمن تښتېدلي قاتل د نیولو هڅې کوي.
د پروان د امنیت امر وايي، د دغو کورنیو دوه غړي په تېر کې هم له ناقانونه وسلو په ګټې اخیستو او نښته کې وژل شوي.








