''پروان کې د ناټو بمباریو ۱۴ ولسي وګړي وژلي''

د عکس سرچینه، AP
هغه پلاوی، چې د پروان په سیاګرد ولسوالۍ کې د امریکا د هوايي بمباریو د پلټنو لپاره ګمارل شوی و، وايي چې په دغه پيښه کې ۱۴ ولسي وګړې وژل شوي دي.
د دغه د پلاوي د مالوماتو له مخې په وژل کسانو کې درې میرنې او دوه ماشومان شامل دي.
حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې کاږي، چې د ناټو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بمباري هغه مهال د چهارشنبې په شپه وشوه، چې د دوی په وینا وسله والو د دوی پر کاروان ډزې وکړې.
د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي، چې سیمې ته د تللې حکومتي پلاوي مشري یې کوله، بي بي سي ته وویل:
''بهرنیو ځواکونو د ورځې په پيل کې د سیاګرد ولسوالۍ په سرخي سیمه کې بمباري پيل کړه، دوه ماشومان په کې ووژل شول او مور یې ټپي شوه او د درمنلې لپاره کابل ته یوړل شوه''.
نوموړي زیاته کړه ''د شپې په لسو بجو بهرنیو ځواکونو بیا بمباري پيل کړه او تر سهاره یې د وغز دره یې ټول بمبار کړه او نور ولسي وګړي هم ووژل شول''.
ښاغلي خواصي وویل، بهرنیو ځواکونو ورته ویلي، چې په سیمه کې د دولت مخالف وسله وال پټ شوي وو.
هغه د افغان امنیتي ځواکونو له قوله وویل، چې د ملکي کسانو ترڅنګ یو شمېر وسله واله مخالفان هم وژل شوي دي، خو کره شمېره یې ونه ښوده.
د وژل شویو فلمونه
ښاغلی خواصي وايي، د وژل شویو کسانو فلمونه یې هم اخیستي او سبا د شنبې په ورځ به یې د ولسي جرګې غړو ته وړاندې کړي.
په افغانستان کې مېشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه په دغه پېښه کې یوازې د دوو ولسي وګړي وژنه مني او وايي نور لس تنه یې د دولت وسله وال مخالفان وژلي دي.
د ناټو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه سيمه کې اورپکي فعال وو او دغه گډ عمليات د هغوى د ځپلو لپاره پلان شوي وو.
ایساف وايي د دغو چاڼیزو عملیاتو مشري افغان ځواکونو کوله.

د عکس سرچینه، AP
افغان ولسمشر حامد کرزي د ولسي وگړو وژنه په سختو ټکو کې غندلې.
تېره ورځ له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې وينا پاڼه کې راغلي و چې افغان حکومت له کلونو راهيسې د افغانستان پر کليو او بانډو د بمباريو د ودرېدا غوښتنه کړې.
خبرپاڼه زياتوي چې د ولسمشر اوباما په ليک کې له شويو ژمنو او هوکړو سره سره امريکايي ځواکونو يو ځل بيا پر وگړ مېشتو سيمو بمباري کړې.
د ولسي وگړو مرگ ژوبله تل د کابل او واشنگټن ترمنځ د ناندرۍ يو ټکى پاتې شوى.
داسې برېښي چې له دې پېښې سره د افغان حکومت او امريکا ترمنځ وار له مخه ترينگلي اړيکې لا پسې کړکېچن شي.
وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې پېښه کې د دوی هېڅ کوم ملګری نه دی وژل شوی، بلکې ټول وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي.








