په خوست کې د سکرو ګازو ۶ سرتېري مړه کړي

د افغانستان په سویل ختيځ کې چارواکي وايي، خوست ښار ته څیرمه د ملي اردو په یوه پوسته کې شپږ سرتیري مړه شوي دي.
دغلته د ملي اردو مطبوعاتي دفتر وايي دا پیښه تیره شپه د خوست د صحرا باغ په سیمه کې شوې ده.
دوی وايي پوځیانو په پوسته کې د ځان تودولو لپاره په بخارۍ کې سکاره بل کړي و او دروازه يې په ځان پسې تړلې وه.
د دغه دفتر موندنې ښيي چې دا شپږ سرتیري له سکرو د پيدا شوي ګاز له امله مړه شوي دي.
د خوست ملکي روغتون چارواکو تاييد کړې چې د شپږو سرتیرو جسدونه وروړل شوي دي.
دا پوسته د هغې پوځي اډې اړوند وه چې پخوا د ناټو سرتیري په کې دیره وو او په وروستیو کې يې د ملي اردو ځواکونو ته سپارلې ده.
په يوه بلا پېښه کې په غزنې ښار کې د پولیسو یو افسر د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی دی.
دا افسر چې نجیب الله نومیده او د غزني په امنیه قوماندانې یې دنده لرله دندې ته پر لاره و، چې وسله والو پرې ډزې وکړې.
ویل کیږي دغه افسر به محلي سندري هم ویلې.
د نوموړي افسر د وژنې عاملین نه دي څرګند، خو ځايي د برید پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.








