د خوست یو قومي مشر د لمانځه پرمهال وژل شوی
په خوست کې یو وتلی قومي مشر، حاجي ناظم ځډران نامالومو وسله والو نن د جمعې د لمانځه پرمهال په ډزو وژلی دی.
عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، ښاغلی ځدراڼ هغه مهال پر تومانجي په ډزو وویشتل شو، چې دخوست ښار په جامع جومات کې له سل ګونو کسانو یوځای پر لمانځه ولاړ.
په خوست کې د بي بي سي خبریال وايي، جامع جومات د امنیې قومندانۍ په څنګ کې پروت دی.
تر اوسه چا د دغې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو له دې وړاندې پر ښاغلي ځډران څو څو ځلې طالبانو بریدونه کړي وو.




