امریکا له بګرامه ځینې وتونکي بندیان خطرناک بولي

د امريكا متحدو ایالتونو له بګرام زندانه د ۸۸ مشکوكو اورپکو پر خلاصون نیوکه کړې او هغوی یې خطرناک کسان بللي دي.
امریکا وایی دا کسان له افغانستانه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د هېواد امنیت ته ګواښ پېښولی شي.
د بندیانو پر سر اختلاف هغه وروستۍ بېلګه ده چې د امریکا او افغانستان تر منځ د دوه اړخیز امنیتي تړون پر لاره کې خنډ جوړوي.
د دې تړون لاسلیک به امکان ورکړي چې تر ۲۰۱۴ کاله وروسته په افغانستان کې ځینې امریکایي سرتېري پاتې شي.
د بګرام د زندان رسمي چارې په مارچ کې له امریکایانو افغان لوري ته وسپارل شوې.
ولسمشر کرزي ټينګار کاوه چې د امریکاییانو په واک کې د دې زندان ساتل د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا تر سیوري لاندې راولي.
امریکایان وایي، په بګرام زندان کې پاتې بندیان مشکوک لوړ پوړي طالبان او القاعده غړي دي چې د دوی په ګومان هېواد ته لوی خطر دی.
امریکایان ګومان کوي دغه بندیان د فاسدو امنیتي ځواکونو په شته والي کې کولی شي بېرته ازاد شي او د جګړې ډګر ته ور ستانه شي.
څه موده وړاندې د افغان حکومت یوې ارزوونکې کمېټې پرېکړه وکړه چې د دغو بندیانو زیاته برخه خوشې کړي.
خو په افغانستان کې د امریکایي پوځ ویاند ډګروال دېو لاپان په وینا هغوی خطرناک دي او امنیت ته سخت ګواښ ور پېښولی شي.
نوموړی وایي "زموږ د شواهدو او ارزونو له مخې، دا بندیان افغان ولس او سولې ته خطرناک دي او د هغوی قضیې باید د افغانستان د رسمي قضایی سیستم لخوا و ارزولې شي."
تېرکال یوې افغان ارزوونکې کمیټې د ۶۴۸ کسانو د خوشي کولو پرېکړه وکړه او ۵۶۰ تنه یې خوشي شول.
امریکا متحد ایالتونه د ۸۸ کسانو خوشي کول لانجمن بولي.
د افغانستان ۱۲ کلنه جګړه په امریکا کې په زیاتېدونکي ډول خپل محبوبیت له لاسه ورکوي.
د امریکا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي تړون پر سر لانجه چې ولسمشر کرزي یې په پیل کې د لاسلیک ژمنه وکړه خو وروسته په شا شو نور هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي خړ پړ کړل.
د ځینو شنونکو په ګومان له بګرام زندانه د بندیانو خوشي کېدل ښایی له طالبانو سره د افغان حکومت په خبرو اترو کې پرمختګ رامنځ ته کړي.








