''امریکایان دې د بګرام بندیانو دوسیې راوسپاري''

د بګزام زندان د ټولټال هغو بندیانو شمېر، چې افغان حکومت ته یې د ساتنې او سمبالښت چارې سپارل شوې دي، ۳۰۸۵ کسانو ته رسېږي،
د عکس تشریح، د بګزام زندان د ټولټال هغو بندیانو شمېر، چې افغان حکومت ته یې د ساتنې او سمبالښت چارې سپارل شوې دي، ۳۰۸۵ کسانو ته رسېږي،

د افغانستان حکومت له امریکايي ځواکونو د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو سپارلو غوښتنه کړې ده، چې د دغو بندیانو د برخلیک په اړه اړوند افغان بنسټونه پرېکړه وکړي.

د روان کال د حمل/وري پر پنځمه تر څو میاشتنیو ترینګلتیاوو او لانجمنو خبرو وروسته بالاخره د امریکايي ځواکونو له لوري د <link type="page"><caption> بګرام زندان</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/03/130325_hh-bagram-prison.shtml" platform="highweb"/></link> چارې افغان حکومت ته وسپارل شوې.

د افغانستان حکومت د بګرام زندان د هغو بندیانو د دوسیو څېړلو لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړ، چې له طالبانو او القاعدې شبکې سره په همکارۍ تورن او نیول شوي دي.

د قانون له مخې، د دوسیو څېړل او ادعاوو راپورته کول یوازې د محکمې کار دی، خو د تېرې سې شنبې ورځې د وزیرانو شورا عدلي او قضايي کمېټې ته بشپړ صلاحیت ورکړل شو، چې د بګرام زندان د بندیانو دوسیې وارزوي.

د ولسمشرۍ د دفتر ویاند رفیع فردوس ویلي "اړوند کمیسیون ته دنده سپارل شوې ده، چې د بګرام زندان د بندیانو دوسیې د ټولو قانوني معیارونو په رڼا کې وارزوي".

نوموړي دا هم ویلي چې "هغه کسان چې تورونو له ثبوتونو پرته بندیان شوي، باید خوشي شي او هغه کسان چې جرمونه پرې ثابت شوي، باید قانوني سزا ورکړل شي او محکمو ته وسپارل شي".

تېر کال په ټولیز ډول د څلورو زرو بندیانو د ساتنې چارې له ایتلافي ځواکونو افغان حکومت ته وسپارل شوې، چې افغان حکومت له دغو بندیانو ۱۳۷۶ خوشي کړل.

تېر کال په ټولیز ډول د څلورو زرو بندیانو د ساتنې چارې له ایتلافي ځواکونو افغان حکومت ته وسپارل شوې، چې افغان حکومت له دغو بندیانو ۱۳۷۶ خوشی کړل.
د عکس تشریح، تېر کال په ټولیز ډول د څلورو زرو بندیانو د ساتنې چارې له ایتلافي ځواکونو افغان حکومت ته وسپارل شوې، چې افغان حکومت له دغو بندیانو ۱۳۷۶ خوشی کړل.

د پرېکړې له مخې، افغان حکومت ویلي، نړیوالو ځواکونو ورسره منلې ده، چې تر دې وروسته که چېرې بهرني ځواکونه اورپکي نیسي، د ۹۶ ساعتونو په درشل کې یې باید اړوندو حکومتي بنسټونو ته وسپاري.

د بګرام زندان د ټولټال هغو بندیانو شمېر، چې افغان حکومت ته یې د ساتنې او سمبالښت چارې سپارل شوې دي، ۳۰۸۵ کسانو ته رسېږي، چې تقریباً ټول د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي.

د بګرام په بندیانو کې ۵۰ هغه بهرني بندیان دي، چې امریکايي ځواکونه یې خطرناک بولي.

دغه بندیان لاهم د امریکايي ځواکونو په ولکه کې دي.